د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې د افغانستان یو وګړی د “عمدي وژنې” په تور په بوشهر مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.
دغه سازمان نن د وږي په ۱۴مه (سپتمبر ۵مه) خبر ورکړی چې یاد کس د قصاص په سزا محکوم شوی و او د زندان چارواکو د سهشنبې په سهار د وږي په ۱۱مه (سپتمبر ۲مه) د هغه اعدام عملي کړی دی.
د مهر دولتي خبري اژانس هم د دې اعدام خبر ورکړی؛ خو د نوموړي هویت یې نه دی څرګند کړی. د راپورونو له مخې، پر هغه تور و چې یو د ایران د امنیتي ځواکونو سرتېری یې وژلی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د “عمدي وژنې” په تړاو د قوانینو د درجې نشتوالی په دغه هېواد کې د دې لامل کېږي چې هر ډول وژنه، پرته له دې چې د جرم شدت یا د تورن انګیزه معلومه کړي، د اعدام په سزا بدله شي.
د دغه سازمان د کلني راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۴۱۹ کسان د قصاص پر اساس په ایران کې اعدام شوي دي. دا شمېر د ۲۰۱۰ کال راهیسې تر ټولو لوړ دی. د ۲۰۲۳ کال په پرتله اعدامونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او دا شمېر هر کال لوړېږي.
