افغانستان

افغانستان کې د «بوب‌کېټ» هوايي ټرافیکي سیستم له څلور کلن ځنډ وروسته بېرته فعال شو

د تایلنډ د هوايي چلند د رادار ادارې (ایروتای) پرون اعلان وکړ چې د بنګال خلیج د ګډې هوايي ټرافیک د مدیریت سیستم (بوب‌کېټ) یې له څلورو کلونو ځنډ وروسته بېرته فعال کړ.

یاد سیستم په ۲۰۲۱ کال کې هغه مهال ودرول شو چې په افغانستان کې د سیاسي بې‌ثباتۍ له امله د کابل د هوايي کنټرول مرکز وتړل شو.

د ایروتای سرپرست مشر، سوراچای نوپروم، وویل چې له دې وروسته به دا سیستم د هغو الوتنو همغږي بېرته پر غاړه واخلي چې د افغانستان له فضایي حدودو تېرېږي او اروپا او شمالي امریکا ته روانې وي.

بوب‌کېټ د هوايي ټرافیک د بهیر مدیریت؛ الوتنو ته د افغانستان هوايي حریم ته د داخلېدو پر مهال مناسبه لاره، ارتفاع او د ننوتلو وخت ټاکي.

دغه سیستم همدارنګه له مبدأ هوايي ډګر څخه د الوتنو شمېر او د الوتنې وخت برابروي، څو د ترافیک جریان په نرمۍ پرمخ ولاړ شي. هوايي شرکتونه اړ دي چې له دې سیسټم سره ځان وصل کړي.

ښاغلي سوراچای روښانه کړه چې دا همغږی شوی میتود د الوتنو د ځنډېدو او په هوا کې د انتظار د کړیو د رامنځته کېدو مخه نیسي، د سون توکي سپموي او د خوندي عملیاتو ډاډ ورکوي.