سویلي آسیا

شهباز شریف او د چین لومړي وزیر د سي‌پېک پروژې پر دویم پړاو هوکړه وکړه

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ د چین له لومړي وزیر لي چيانګ سره وکتل، او دواړو ټینګار وکړ چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) پر دوهم پړاو کې به په ګډه کار کوي.

پاکستان او چین له اوږدې مودې راهیسې سټراټیژیک شراکت لري چې اړیکې یې د سوداګرۍ، انرژۍ، دفاع او بنسټیزو پروژو په ګډون بېلابېلو برخو ته غځېدلې دي.

د مطبوعاتو د معلوماتو ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي: «دواړو لوریو موافقه وکړه چې د لوړ شوي CPEC 2.0 په راتلونکي پړاو کې په نږدې توګه کار ته دوام ورکړي، چې پنځه نوي دهلیزونه به ولري.»

د پاکستان لومړي وزیر د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې په پاکستان کې د CPEC د پام وړ ونډې یادونه وکړه او په ځانګړي ډول یې د مین لاین ـ ۱ (ML-1) د اورګاډي د پروژې د ژر عملي کولو، د قراقرم لویې لارې د بیا تنظیم او د ګوادر بندر د فعالېدو اړتیا روښانه کړه.