افغانستان

ملګري ملتونه: د کونړ د زلزله‌ځپلو کورنیو اړتیاوې لاهم پراخې دي

سټېفن دوجاریک د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند

د ملګرو ملتون د سرمنشي ویاند،  سټیفن دوجاریک، وايي چې په کونړ ولایت کې د زلزله‌ځپلو کورنیو اړتیاوې لاهم پراخې دي او دغه سازمان له ټولو بشري بنسټونو غوښتنه کوي چې اړمنو ته د مرستو په برابرولو کې برخه واخلي.

د هغه په وینا، په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ارزونو او مرستو هڅې د سختو شرایطو ترمنځ دوام لري.

هغه وویل، چې په څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې پرله‌پسې نورې زلزلې رامنځ ته شوي، چې لا نورې ستونزې رامنځته کړې دي او ډېرې کورنۍ یې دې ته اړ کړي چې د باندې پاتې شي.

ښاغلي دوجاریک وویل: «دغه ورستنۍ زلز‌لې هم د ژغورنې هڅو او ارزونو پر بهیر منفي اغېز کوي. سره له دې چې شرایط سخت دي، د خوراکي توکو او سرپناه وېش پیل شوی او روغتیایي مرستې هم ورکول کېږي، چې پکې ګرځنده روغتیایي او تغذیې ټیمونه هم شامل دي.»

هغه زیاته کړې، چې بېړنۍ اړتیاوې لا هم سرپناه، طبي توکي، د څښاک اوبه، خوراکي توکي او حفظ الصحې دي.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې خبرداری ورکړی چې شاوخوا ۲۵ مربع کیلومتره ځمکه په هغو سیمو کې چې د زلزلې له امله زیانمنې شوې دي، د نه چاودېدلو مهماتو لخوا ککړه ده.