نن د چین پلازمېنه بېجینګ د دغه هېواد د پوځي ځواک د یوې سترې نندارې کوربه و، چې د ولسمشر شي جینپینګ په مشرۍ او د روسیې او شمالي کوریا د مشرانو په شتون کې ترسره شوه.
دغه مراسم د دویمې نړیوالې جګړې د پای د اتیا کلنې کلیزې په مناسبت جوړ شوي وو او لوېدیځو هېوادونو ته یې څرګند سیاسي او امنیتي پیغام درلود.
له سهاره زرګونه کسان د بېجینګ په «تیانآنمن» میدان کې راټول شوي وو، چې د چین د ملي بیرغونو په واسطه د جګړې د پای او د جاپان د تسلیمېدو له اتیا کلونو تېرېدو یاد تازه کېدلو.
ولسمشر شي، چې د ماو خړ لباس یې اغوستی و، په یوه تور چت نه لرونکي موټر کې د «چانګآن» سړک پر غاړه په صف کې ولاړو سرتېرو ته سلامي ورکړه. نوموړي پوځیانو ته په خطاب کې وویل: «ملګرو! تاسو ډېر زحمت کوئ!» او وروسته له ولادیمیر پوتین او کیم جونګاون سره د اصلي سټېج پر لور وخوت.
شنونکي وايي، د مراسمو نادرو انځورونو کې چې د چین، روسیې او شمالي کوریا مشران د لاس ورکولو او خبرو پر مهال ښيي، د درېیو رهبرانو د اتحاد څرګند پیغام لري. دوی داسې نظم غواړي چې د امریکا او لوېدیځو متحدینو پر وړاندې بدیل رامنځته کړي.
په دې پوځي مانور کې د چین تازه ترینې وسلې نندارې ته وړاندې شوې: د لویو وچو بالستیک توغندیو، ټانکونو او راکټویشتونکو څخه نیولې، تر پټالوتونکو جټونو، د فضا ضد لیزرونو، د اوبو لاندې ډرونونو او تر روبوټي سپیو پورې، چې دا هر څه د چین په عصري پوځي ټکنالوژۍ کې د سترې پانګونې څرګندونه کوي.
د مراسمو په څنډه کې، ولادیمیر پوتین او کیم جونګاون له دوو ساعتونو ډېر محرم ملاقات وکړ. پوتین د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ له امله د شمالي کوریا مننه وکړه، او کیم ژمنه وکړه چې هېواد به یې «د یو ورور په څېر» د روسیې ترڅنګ ولاړ وي. پوتین هغه ته د مسکو د سفر بلنه هم ورکړه.
کیم جونګاون د خپلې خور «کیم یو جونګ» او کوچنۍ لور «کیم جو آئې» سره په دې مراسمو کې ګډون کړی و، چې د هغه د احتمالي ځایناستي په اړه یې یو ځل بیا ګنګوسې راپورته کړې.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه کنایهامېز پیغام کې وویل چې «د ولسمشر شي او د چین د خلکو لپاره د ښه ورځې هیله لري»، خو ورزیاته یې کړه: «کله چې د امریکا پر ضد دسیسه جوړوئ، زما سلامونه ولادیمیر پوتین او کیم جونګاون ته ورسوه.»
کارپوهان وايي، دا پوځي ننداره یوازې د یوې تاریخي جګړې د پای یاد نه و، بلکې د بېجینګ له لوري نړۍ ته دا څرګند پیغام هم و، چې چین نن ورځ په نړیوال سیاست او امنیت کې ځانګړی ځای لري.
