سرچینې آمو ته وايي، چې د طالبانو کمانډو ځواکونه د چورلکو له په وسيله د کونړ په لرې پرتو زلزلهځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیاتو په موخه کوز شوي دي.
د سرچینو په وینا، ځانګړي کمانډویي ځواکونه هغو سیمونو ته ځانونه رسولي چیرته چې د موټرو او چورلکو کیناستو لار نه وه، دوی په کیبلونو کیښته شوي اوس مهال د زخمیانو او مړو په رایستلو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له کونړ ولایت څخه سرچینې خبر ورکوي، چې د زلزلهځپلو خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله مرسته کوونکي بنسټونه له جدي ستونزو سره مخ دي.
سرچینې زیاتوي، چې له یوه خوا د خلکو ګڼه ګوڼه او بلخوا ته مرسته کوونکي بنسټونو خپلې مرستې یوازې د انځور او نمایش لپاره په نږدې سیمو کې ویشي او اصلي زیانمنو سیمو ته لا هم بیړنۍ مرستې نه دي رسېدلي.
د سرچینو په خبره، سیمه کې زلزله ځپلي د څښاک پاکو اوبو، خوارکي توکو، درملو او د خیمو له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
