سوداګري

په کندز کې د سپین زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو چارې پیل شوې

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر نن دوشنبه (وږي ۹مه) په کندز کې د سپین زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو چارې پرانېستلې.

د حکومت د اعلامیې له مخې، دا پروژه به د خصوصي سکتور له لوري د ۶.۳ میلیارده افغانیو په پانګونه، د عامه – خصوصي مشارکت په چوکاټ کې پلې شي.

د پلان له مخې درې لویې پروژې پکې شاملې دي:

  • د سپین زر نړیوال سوداګریز مرکز چې په ۶۳ جریبه ځمکه د درې کلونو په موده کې، د شاوخوا ۵.۴ میلیارده افغانیو په پانګونه جوړېږي.
  • د سیمساري سوداګریز مارکېټ چې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو جریبو په ځمکه کې د یوه کال په موده کې جوړېږي.
  • د برقي لوښو او وسایلو د خرڅلاو مارکېټ چې د ۵۷۶ میلیونه افغانیو په پانګونه په دوه جریبه ځمکه کې د یوه کال په اوږدو کې جوړېږي.

عبدالغني برادر د پرانېست غونډې پر مهال وویل چې د خصوصي سکتور پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره حیاتي ده.

هغه زیاته کړه چې دا ډول پروژې به د ناخالص کورني تولید په زیاتوالي، د صنعت په پراختیا او د ټولنیزې هوساینې په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال پر تطبیقوونکو شرکتونو غږ وکړ چې پروژې د معیارونو، شفافیت او صداقت پر بنسټ عملي کړي.

برادر همدارنګه سوداګرو او پانګه‌والو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې پر وخت رسیده‌ګي وشي او له هغوی سره به همکاري کېږي.