سوداګري

کندهار کې يوې مېرمنې د شامپو د تولید مرکز جوړ کړی

د کندهار د پنځمې حوزې اړوند ناقلین کلي کې د ساقي جانې په نوم یوې مېرمني د شامپو او مايع صابون د جوړولو مرکز جوړ کړی دی.

ساقي جانه وایي، د دغه مرکز د جوړلو لپاره یې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانۍ پانګونه کړې او د شامپو د توليد لپاره يې ساده او وطني ماشینونه ځای پر ځای کړي دي.

د شامپو د توليد د دغه مرکز مشره وایي، پنځلس بېوزله او له کډوالۍ راستنې شوې مېرمنې ورسره کار کوي او د مياشتي د لس زرو افغانيو شاوخوا معاش ترلاسه کوي.

د دغه مرکز ټولي کارکونکي د همدې کلي اوسېدونکې دي.

هغوی وایي په کلي کې يې د شامپو جوړوني د دغه مرکز فعاليت د کورنيو له اقتصاد سره مرسته کړې، خو هغوی د بېوزلو مېرمنو لپاره د کاري فرصتونو د زياتوالي غوښتنه کوي.

د نجيبې په نوم ددغه مرکز يوه کارکونکې وایي: «موږ ډېرې ناچاره يوو، اړمنې يو او د غريبۍ له امله دلته کار کوو، عاید مو کم دي، خو بياهم ورباندي شپې ورځې تېروو.»

په دغه مرکز کې توليد شوې شامپو او صابون د کندهار ترڅنګ د سويلي حوزې يو شمېر نورو ولایتونو ته هم لېږل کیږي.

کندهار کې په وروستیو کې يو شمېر مېرمنو د کوچنيو کاربارونو په برخه کې پانګوني کړي دي، چې د توليداتو د ښه بازار ترڅنګ يې ګڼو نورو مېرمنو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.