سوداګري

د کندهار سل ټنه انځیر هند ته صادر شو

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کندهار د صادر شویو انځيرو ارزښت، ۷۰۰ زره امریکايي ډالره ښيي او وايي چې دا لومړی ځل دی چې دغه صادرات ترسره کېږي.

تر دې مخکې، د طالبانو تر ادارې لاندې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې راپور ورکړی و چې د چنګاښ په میاشت کې د افغانستان کورني تولیدات د ۱۰۴ میلیونه ډالرو په ارزښت بهر ته صادر شوي، چې د تېرې میاشتې په پرتله ۴۰ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي.

د یادونې ده، چې د افغانستان ډېری صادرات پاکستان، هندوستان او تاجکستان ته ترسره کېږي.