په داسې حال کې چې د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې د اوږدې او خونړۍ مداخلې په توګه یادیږي، یو نوی کتاب د دې جګړې پر اوږده بهیر او ناکامۍ تازه رڼا اچوي. پال ډي مېلر، چې د جورج ټاون پوهنتون د نړیوالو چارو استاد دی، په خپل نوي اثر کې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا جګړه له نږدې څېړلې ده. دا کتاب چې «د ماتې انتخاب: د شل کالونو کیسه چې امریکا په افغانستان کې څنګه وبایلله؟» نومېږي، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې خپرېږي.
مېلر، چې د امریکا په ملي امنیت شورا کې د افغانستان او پاکستان د چارو رییس پاتې شوی او د پوځ او استخباراتو تجربه لري، په دې اثر کې هغه ستراتیژیکې پرېکړې څېړي چې د څلورو ولسمشرانو په دوره کې وشوې او پایله یې په ۲۰۲۱ کې د کابل سقوط او د امریکا ماتې وه. هغه د لسګونو پخوانیو چارواکو سره مرکه کړې او په تفصیل یې د جګړې د بهیر مهم پړاوونه مستند کړي دي.
په یوې وروستۍ مرکې کې مېلر وویل چې د امریکا ماموریت په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه او د دولت جوړونې دواړو برخو کې پاتې راغی. «موږ یوازې د ترهګرو په وژلو کې یو څه بریالي شو؛ خو د ماموریت بل هېڅ اړخ مو په سمه توګه نه دی ترسره کړی.»
هغه د امریکا پر بیروکراټیکو جوړښتونو سختې نیوکې کړي، چې د ده په باور د خلاقانه او انعطافپذیر فکر پر ځای یې د عادي کړنو له لارې د جګړې مدیریت کاوه. په کتاب کې د پاکستان رول ته هم اشاره شوې، چې د مېلر په وینا، له یوې خوا د القاعده پر ضد قوي ملګری و؛ خو له بلې خوا یې د طالبانو ملاتړ کاوه.
مېلر د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون ته په جدي توګه ګوته نیسي، چې د امریکا د وتلو د بهیر بنسټ یې کېښود. هغه ټینګار کوي چې د ټرمپ حکومت دا تړون د دفاع وزارت او امنیتي سلاکارانو د مخالفتونو پر وړاندې پر مخ یووړ، او بایډن یوازې عملي کړ. د ده په وینا «دوحې د امریکا د وتلو ژمنه وکړه، او هماغه وشول.»
دغه کتاب یوازې پر سیاستوالو نیوکه نه کوي؛ بلکې پر فکري لارو هم نقد وړاندې کوي. مېلر د نړیوالو اړیکو په څېړنو کې د «ریالیزم» په تګلاره «ناهیلې او بې روحه» بولي. د هغه په باور، سیاست یوازې د ځواک لوبه نه ده؛ بلکې د عدالت، سولې او نظم ګډه هڅه ده.
کتاب «د ماتې انتخاب» د هغو لیکنو برخه ده چې د امریکا د جګړې د ارزونې لپاره خپرېږي؛ خو د مېلر ځانګړتیا دا ده چې هغه د جګړې پر بهیر له دننه لید لري او هڅه کوي چې د امریکا د ناکامۍ بنسټیز دلایل مستند او کړي وړاندې کړي.
