په لوګر کې یوې سرچېنې آمو ته ویلي چې تېر ماښام (د وږي ۸مه) د پل علم ښار د یوه ترانسفارمر برېښنا لینونه د نامعلومو کسانو له لوري غلا شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه پېښه د ښار د یوې برخې د برېښنا پرې کېدو لامل شوې او اوسېدونکي یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د دولتي برېښنا شرکت ځايي چارواکي وایي چې هڅه کوي دا ستونزه حل کړي.
د لوګر اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د برېښنا تأسیساتو امنیتي ساتنه پیاوړې شي.
