یو شمېر زدهکوونکې وایي، چې طالبانو د نجونو د زدهکړو او تحصیل مسئله په بشپړه توګه له پامه غورځولې او د څلور کلن محدودیت په تېرېدو سره، تر اوسه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې نه دي پرانیستل شوي.
دغه زدهکوونکې زیاتوي، چې د طالبانو مشر او نور چارواکي ېې په خپلو ویناوو کې تر ډېره پر دیني او اخلاقي لارښوونو ټینګار کوي او د نجونو زدهکړو ته کوچنۍ اشاره هم پکې نه کوي.
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو د مشر، هبت الله آخندزاده، د وینا له متن څخه، چې د طالبانو د پوهنې وزارت له چارواکو سره ېې په ناسته کې کړې وې او اوس خپره شوې، د ښځو او نجونو زدهکړو ته هېڅ یادونه نه ده شوې.
یو شمېر زدهکوونکې وایي، چې طالبانو د نجونو د زدهکړو او تحصیل مسئله په بشپړه توګه له پامه غورځولې او په تېرو وروستیو څلورو کلونو کې، د دوی پر مخ د ښوونځيو او د پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو لپاره هېڅ ډول اقدام نه دی شوی. دغه زدهکوونکې ټینګار کوي، چې د نجونو او ښځو د زدهکړې او تحصیل مسئله د طالبانو په ویناوو کې هم شامله نه ده.
زدهکوونکې وايي: « د نجونو زدهکړه زموږ لپاره یو حياتي موضوع ده او د افغانستان د میلیونونو نجونو د ژوند پورې اړه لري، خو د افغانستان اوسنی حکومت (طالبان) ورته هېڅ ارزښت نه ورکوي. د طالبانو مشر چې د دغه حکومت د لومړۍ درجې شخص دی، په خپلو ویناوو کې د نجونو د زدهکړې له موضوع پرته پر هر څه خبرې کوي. دغه چلند زموږ راتلونکی له منځه وړي او تباه کوي.»
تازه؛ د طالبانو ویاندویانو، کندهار کې د پوهنې وزارت له چارواکو سره د طالبانو د مشر هبت الله آخندازده د ناستې وینا خپره کړې، چې پکې د نجونو زدهکړو ته هېڅ ډول اشاره نه ده شوې. له دې سربېره، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په کابل کې د طالبانو د پنځه کلنې تګلارې په تړاو خبري ناستې ته وویل، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو موضوع، یوه جزئي مسئله ده او باید په جلا توګه پرې بحث وشي.
د طالبانو مشر ویلي: «بې پروایي ډېره خطرناکه ناروغي ده، هم مسؤول چارواکي او هم غیر مسؤول کسان باید له دې ناروغۍ ځان وساتي. دغه راز د تعلیم او تربیې استادانو ته ېې په خطاب کې وویل: پر طالبانو او زدهکوونکو رحم وکړئ، پر هغوی پاملرنه وکړئ او بې ارزښته کارونو ته ېې مه پرېږدئ.»
طالبانو، واک ته تر بیا راستنېدو وروسته، د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۶مه، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه او په ترتیب سره ېې دوی د پوهنتون او طبي انسټیټوټونو له تګ څخه هم محرومې کړلې.
د ښځو او نجونو پر زدهکړو او تحصیل د طالبانو بندیزونه او محدودیتونه:
• د ښوونځیو بندېدل: ۱۴۴۰ ورځې
• د پوهنتونونو بندېدل: ۹۸۳ ورځې
• د طبي انسټيټونو بندېدل: ۲۶۸ ورځې
د یونسکو د شمېرو له مخې، که د نجونو پر زدهکړو د طالبانو شته بندیزونه او محدودیتونه دوام ومومي، نو ښایي چې په ۲۰۳۰ کال کې له زدهکړو د محرومو نجونو شمېر له څلور میلیونو واوړي.
