د مکسیکو په مشرانو جرګه کې د چهارشنبې په ورځ د غونډې له پای ته رسېدو وروسته ناندرۍ په فزیکي شخړه بدلې شوې.
د راپورونو له مخې، د اپوزېسیون د انسټیټوشنل رېوېلېوشنري ګوند (PRI) مشر الېخانډرو “الیټو” مورېنو د سنا پر رییس خېراردو فرناندېز نورونا (د واکمن مورېنا ګوند) برید وکړ، په داسې حال کې چې وکیلان د ملي سرود ویلو درناوي ته ولاړ وو.
په ژوندۍ خپرونه کې لیدل کېږي چې مورېنو څو ځله له نورونا غوښتنه کوي چې پرېږدي خبرې وکړي او وروسته د هغه لاس نیسي. نورونا ځواب ورکوي: “ما مه لټوئ.” دواړه مشران بیا په ټیل وهلو سره لاس او ګریوان کېږي او یو عکاس یې هم په دې نښتې کې زخمي کېږي.
فرناندېز نورونا وروسته یوې خبري ناستې ته وویل، شخړه د بهرنيو ځواکونو د شتون په اړه د “سختې مناظرې” وروسته رامنځته شوه. د هغه په وینا، مورېنو ګواښ وکړ چې: “زه به دې ووهم، زه به دې ووژنم.” هغه زیاته کړه چې د جمعې لپاره به د بېړنۍ ناستې غوښتنه وکړي او د مورېنو او د PRI درې نورو وکیلانو د ایستلو وړاندیز به وکړي.
خو مورېنو بیا تور پورې کړ چې لومړی نورونا ورباندې د لاس پورته کولو هڅه وکړه.
