سوداګري

کندهار کې د کوچنیو بانکوټونو نه چلېدو صنعتکاران له ستونزو سره مخ کړي

کندهار کې صنعتکاران وایي د کوچنیو بانکنوټونو نه چلېدو له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وایي بانکونه واړه او وسپنيز بانکنوټونه نه‌اخلي، چې دې کار د دوی د ګټې مخه نيولي.

صنعتکاران وايي بازار کې دا مهال زيات خلک په ورځيني ژوند کې له کوچنیو بانکوټونو ګټه اخلي، خو بانکونه بيا له دوی څخه دغه پېسې نه اخلي.

د عبدالمنان په نوم د کندهار ولایت يو تن صنعتکار وایي زيات کاروبار يې په وړو او وسپنيزو پیسو ترسره کېږي، خو د پېرېدونکو دغه پیسې بيا دولت د مالياتو او برېښنا په لګښتونو کې ترې نه اخلي.

سوداګر وايي که یې دولت دغه ستونزه هواره نه کړي، نو دوی به هم د کوچنیو بانک نوټونو اخیستل محدود کړي.

د ګل آغا په نوم د ښوراندام صنعتکار وايي، د کندهار په صرافۍ مارکېټ کې هم واړه بانکنوټونه په لوړ توپير په غټو بانک نوټونو بدليږي.

پر همدې مهال د کندهار د صنعت او کانونو خونې مشر سيد سرور اماني وایي، د برېښنا د نشتوالي ترڅنګ بانکي محدودیتونو کندهار کې  کاروبار پيکه کړی، خو زیاتوي که دولت له صنعتکارانو څخه کوچني بانکنوټونه وانه‌خلي، په زیات شمېر صنعت خوني به وتړل شي.

له دې وړاندې افغانستان بانک د مالياتو او د برېښنا د لګښت پيسو د تحویلۍ پر مهال واړه او وسپنيز بانکنوټونه اخیستل، خو اوس د صنتکارانو په وینا دغه چاره نه ترسره کېږي.

موږ هڅه وکړه، په دې اړه کندهار کې د افغانستان بانک د چارواکو نظر هم ولرو، خو له پرله پسې اړیکو سره سره خبرو ته حاضر نه شول.