افغانستان

متقاعدین: زموږ وضعیت ته له څلورو کلونو راهیسې پاملرنه نه ده شوې

په غور کې د متقاعدینو انځور

یو شمېر متقاعدین وايي چې د طالبانو د واکمنۍ له څلورو کلونو وروسته، د دوی وضعیت ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او په بشپړه بې‌برخلیکۍ کې ژوند کوي.

دوی ټینګار کوي، چې د ملاتړ او پاملرنې نشتوالي له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ژوند یې ورځ تر بلې سختېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی چې متقاعدینو ته د تقاعد د ورکړې پروسه دوه ورځې وړاندې پیل شوې ده.

یو شمېر متقاعدین وايي چې د طالبانو د واکمنۍ له څلورو کلونو وروسته، د دوی وضعیت ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او دوی په بشپړه بې‌برخلیکۍ کې ژوند کوي.

دوی ټینګار کوي چې د ملاتړ او پاملرنې نشتوالي د دوی ژوند له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ کړی دی. له بلې خوا، د طالبانو تر ادارې لاندې مالیې وزارت متقاعدینو ته د تقاعد د ورکړې پروسه اعلان کړې ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې د مالیې وزارت اعلان کړی چې د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې پروسه په ۹ ادارو کې ثبت شوې او د دې ادارو متقاعدینو ته اوس مهال معاش ورکول کیږي. د دې وزارت د چارواکو په وینا، دا پروسه به په تدریجي ډول دوام ورکړي او د نورو ادارو متقاعدین به د نوم لیکنې پروسې له بشپړولو وروسته خپل معاشونه ترلاسه کړي.

خو، کارپوهان د متقاعدینو د معاشونو په ورکولو کې د دې ډول ځنډونو له امله د رامینځته کیدونکي اقتصادي پایلو خبرداری ورکوي.

مخکې له دې هم متقاعدینو په تیرو څلورو کلونو کې د خپلو معاشونو د نه ورکړې په غبرګون کې په دوامداره ډول اعتراضونه کړي او په دې برخه کې یې د طالبانو د ځنډ په اړه نیوکه کړې ده.

تر دې وړاندې، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په یوه فرمان کې ویلي وو چې «د تقاعد پیسې باید د دولتي کارکوونکو له معاشونو څخه لرې نه شي.»