د طالبانو سیمهییزو چارواکو نن دوشنبه په یوې غونډه کې د بغلان مرکز پلخمري ښار کې د نساجۍ بند د برېښنا شبکې د بشپړیدو خبر ورکړ.
د طالبانو د چارواکو په وینا، د دې پروژې لګښت ۴۳ میلیونه افغانۍ شوی دی.
دوی ویلي، چې دغه پروژه په ښار کې د ۸ کیلومتره برېښنا د وېش شبکې د جوړولو او د ۷ معیاري برجونو د نصبولو له پلوه بشپړه شوې ده. دوی همدارنګه ویلي، چې د دې پروژې له بشپړیدو وروسته اوس سلګونو کورنیو په لومړي ځل په ښار کې برېښنا ترلاسه کړې ده.
د پلخمري نساجۍ بند د هېواد له لومړنیو برېښنايي بندونو څخه دی چې په ۱۳۳۰ لسیزه (۱۹۵۰ میلادي کال) کې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړ شو. د دې بند ظرفیت شاوخوا ۴.۵ مېګاواټه دی او د بغلان او شاوخوا سیمو د برېښنا یوه مهمه برخه برابروي.
که څه هم د وخت په تېرېدو سره د دې بند تاسیسات زړې شوي او د جګړو په جریان کې څو ځله زیانمن شوي، خو لا هم د بغلان د برېښنا د اصلي سرچینو څخه ګڼل کېږي. سربېره پردې، د ازبکستان او ترکمنستان وارداتي برېښنا هم د شمالي سیمو د اړتیاو یوه لویه برخه پوره کوي.
