بلخ کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د حیرتان-مزارشریف پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د دغه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې پېښه نن دوشبنه، له سړک څخه د «پیکنیک» ډوله موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې ده.
د پېښې ټپیان د ابوعلي سینا بلخي روغتون ته لېږدول شوي دي.
