هرات کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو تېره ورځ د یوه وژل شوي کس جسد؛ په عام محضر کې په دار وځړاوه.
په هغه ویډیو کې چې له دې پېښې خپره شوې، د طالبانو یو غړی وژل شوی کس د مخالفې جبهې غړی بولي او ادعا کوي چې نوموړي د طالبانو دوه غړي یې وژلي و.
د طالبانو دغه کړنه، د ډېرو له لوري د صحرایي محکمې په توګه یاده شوې او ویل شوي چې دا ډول چارې د بشري حقونو له ټولو موازینو سره په ټکر کې دي. خو په هرات کې د طالبانو امنیه قومندانی بیا د وژل شوي کس په اړه په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې یاد کس، په غلا تورن و.
طالبانو د جمعې په ورځ، هرات کې یو کس د مخالفې جبهې د غړیتوب په تور، په ډزو سره تر وژلو وروسته په دار وځړاوه.
د پېښې عیني شاهدان وایي، طالبانو د یاد تورن جسد د هرات ولایت کندهار دروازې سره د یوه زاړه پخواني ټانګ له پاسه چې د خلګو د تګ راتګ ګڼه ګوڼه سیمه ده، په دار وځړاوه. په دغه ویډیو کې لیدل کېږي، چې د طالبانو غړي ځړول شوی جسد په لغتو وهي او راټول شوي خلک له دغو شېبو ویډیو اخلي. د یادې پېښې لیدو ته ګڼ خلک هم راټول شوي وو.
د طالبانو غړی، د دغه کس وژل کېدل، د هرات ولایت د لسمې حوزې د آمور مولوي حسن آخند او د یوه بل طالب غړي وژل کېدو سره تړلۍ بولي.
دغه پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې د افغانستان د خلکو د آزادي غوښتونکو اسلامي غورځنګ درې ورځې وړاندې په هرات کې پر مولوي حسن آخند د وسلهوال برید مسوولیت پر غاړه واخیست. دغه غورځنک، د هېواد په لویدیځ کې د طالبانو په ضد نظامي تحرکات کوي او په اړه یې ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.
لیدل کېږي، چې پر جسد یو کاغذ لګول شوی، او « د افغانستان پر آزادي غوښتونکي غورځنګ د مرګ شعار» پرې لیکل شوی دی. خو هرات کې د طالبانو امنیه قومندانی بیا پر اېکس ټولنیزې پاڼې په یوه پیغام کې لیکلې دي، چې وژل شوی کس په غلا تورن و او د خلکو له لوري تر پېژندل کېدو وروسته، د طالبان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال تر نیول کېدو وروسته ووژل شو.
په هرات کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي: «یو کس؛ چې د غلا په تور شکمن و، د ښار په یوه عامه ځای کې وپېژندل شو. د نوموړي تورن په اړه د سیمې دې اوسېدونکو له خبر ورکولو وروسته، امنیتي ځواکونه په چټکۍ سره سیمې ته ورسېدل او د هغه د نیولو عملیات یې پيل کړل.»
د طالبانو له لوري د صحرايي محکمو او د بدني سزاګانو پر وړاندې، د کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره سره، طالبانو لا هم خپلې دغې چارې ته دوام ورکړی دی.
د بشري حقونو یو شمېر فعالان وایي، چې پر یوه بې روحه جسد د طالبانو دا ډول کړنې، د دوی د وحشت وروستۍ حد ښیي او دغه ډله هېڅ ډول انساني کرامت ته درناوی نه کوي.
دا لومړۍ وار نه دی، چې طالبان پر تورنو کسانو صحرايي محکمه تطبیقوي او اعداموي یې، بلکې له دې مخکې هم څلور کسان د سړي تښتونې په تور په هرات کې په ډزو سره تر وژل کېدو وروسته، په دار ځړول شوي و.
د روان کال په وري میاشت کې هم څلور تنه نور په فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې په عام محضر کې اعدام شول.
