امنیت

ایران: د بهرنیو ترهګرو ډلو جنګیالي له سوریې افغانستان ته لېږدول شوي دي

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي، د امنیت شورا ناستې ته ویلي، چې د یو شمېر بهرني ترهګریزو ډلو جنګیالي؛ له سوریې څخه افغانستان ته انتقال شوي دي.

امیر سعید ایرواني تینګار کوي، چې تهران په ژوره توګه د هغو موثقو راپورونو په اړه چې بهرني جنګیالي افغانستان ته ځي او هلته د افغانستان ګاونډیو او د سیمې د ثبات لپاره مستقیم ګواښ بلل کېږي، اندېښمن دی. د ایرواني په خبره، ټول دولتونه باید د ترهګرۍ له هر ډول سره د مبارزې لپاره پابنده واوسي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دې ادعاوو په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د یو شمېر خودسرو ډلو د شتون په تړاو، په امنیت شورا کې د یو شمېر هېوادونو اندېښنې بې اساسه دي.

دلته، په امنیت شورا کې د منځني ختیځ په اړه خبرې روانې دي، خو په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی دغې ناستې ته وویل، چې د داعش او القاعدې په څېر ترهګرې ډلې لا هم د سیمې او سوریې د بې ثباتۍ اصلي لاملونه دي.

هغه ټینګار کوي، چې افغانستان ته له سوریې د بهرنیو ترهګرو ډلو د جنګیالیو د تګ کره راپورونه شته. د ایران استازی دا هم وایي، چې تهران په ژوره توګه د هغو کره راپورونو په اړه چې بهرني جنګیالي افغانستان ته ځي او هلته د افغانستان ګاونډیو او د سیمې د ثبات لپاره مستقیم ګواښ بلل کېږي، اندېښمن دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی، امیر حسین ایرواني، وايي: «زه؛ د هغو باوري راپورونو له مخې چې ښيي، ځینې ترهګرې کړۍ او بهرني ترهګر جنګیالي له سوریې څخه افغانستان ته انتقال شوي دي په ژوره توګه او سخت اندېښمن یم. دا د افغانستان د ګاونډیانو او د سیمې د ثبات لپاره مستقیم ګواښ بلل کېږي. زه ټینګار کوم چې ټول دولتونه باید د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې، د هغې د ټولو بڼو او څرګندونو په وړاندې، په بشپړه توګه د نړیوالو قوانینو پابند پاتې شي.»

تېره ورځ هم، د امریکا، پاکستان، چین او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د داعش خراسان څانګې، ټي‌ټي‌پي، د بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ جنګیالیو او د ختیځ ترکستان د اسلامي ډلې د حضور او فعالیت په تړاو اندېښنه وښوده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې هم راغلي، چې د داعش خراسان څانګې نږدې دوه زره جنګیالي په افغانستان کې فعاله حضور لري. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د دغو اندېښنو په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د یو شمېر خودسرو ډلو د شتون په تړاو، په امنیت شورا کې د هېوادونو اندېښنې بې اساسه دي او زیاته کړې یې ده، چې هېوادونه باید د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان بې ثباته و نه ښيي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، وايي: «په افغانستان کې د بهرنیو خپل سرو ډلو د شتون په اړه د ځینو هېوادونو اندېښنې چې په د امنیت شورا کې یې راپورته کړې دي، بې‌ اساسه دي. په داسې حال کې چې موږ دغه ادعاوې ردوو، له ټولو لورو څخه چې دا ډول اندېښنې مطرح کوي غواړو چې بې دلیله د دې هڅه ونه کړي، څو افغانستان بې‌ ثباته وښيي.»

له بلې خوا، د نظامي چارو کارپوهان وایي، چې طالبان د افراطي ډلو لپاره د پټن‌ځایونو د برابرولو په سیاست سره، افغانستان یې د ترهګرو ډلو لپاره په یوه امن ځای او د سیمې د امنیت لپاره په یوه ګواښ بدل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې په ټول افغانستان کې ۲۴ زره او ۸۸۲ امنیتي پېښې رامنځته شوې دي، چې له دې شمېرو یوازې د ۳۷۹ پېښو پړه د داعش خراسان څانګې منلې ده.

له بلې خوا، پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ادعا کړې، چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي او د بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ د جنګیالیو حضور، د دوی لپاره لوړ امنیتي ګواښ دی، خو طالبانو د پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.