د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، په مسکو کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باید په سیمهییزو بهیرونو کې ګډون ولري.
لاوروف وویل چې مسکو او ډهلينو په دې نظر سره موافق دي چې په سیمهییزو پروسو کې د افغانستان ګډون باید په یوه عملي او ګټور ډول تضمین شي.
هغه زیاته کړه: «موږ د ټولو اړخونو د مشروع امنیتي ګټو د بشپړ پام لپاره د افغانستان وضعیت وڅېړلو. په دې برخه کې زموږ ګډ دریځ دا دی چې باید د افغانستان د سیمهییزو بهیرونو سره ادغام په عملي توګه تضمین شي. همدارنګه د منځني ختیځ د مسایلو د حل او په فلسطیني سیمو کې د بشري ناورین په اړه هم خبرې وشوې.»
له بلې خوا، طالبان هڅه کوي خپلې اړیکې له سیمهییزو هیوادونو سره پراخې کړي. په کابل کې، دوه ورځې مخکې طالبان د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره درې اړخیزه غونډه ترسره کړه. د چین له لوري ویل شوي چې اړتیا ده د طالبانو سره نږدې اړیکې او متقابل همکاریو ته وده ورکړل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نینګ وویل: «موږ د افغانستان د خلکو د انتخاب احترام کوو او د دې هیواد حکومت د محتاط مدیریت، پر پراختیا تمرکز، د ترهګرۍ سره مبارزه او د ګاونډیو هیوادونو سره دوستانه اړیکو د پراختیا په برخه کې ملاتړ کوو.»
په همدې حال کې، په داسې حال کې چې د روسیې او چین اړیکې له طالبانو سره نږدې کېږي، متحده ایالات د طالبانو په وړاندې سخت دریځ لري؛ لکه څنګه چې د دې هیواد استازي د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د نورو هیوادونو د طالبانو سره د تعامل سخت انتقاد وکړ.
طالبانو ویلي چې دوی د سیمهییزو هیوادونو او لویدیځ سره تعامل غواړي، په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو سره. خو دوی د نړیوالې ټولنې غوښتنې، په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د یو ټولشموله حکومت جوړولو په برخه کې نه دي منلي.
