د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ یو شمېر کورنۍ وايي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، په دې ولسوالۍ کې د بشري مرستو کچه د پام وړ کمه شوې ده.
د دې ولسوالۍ د اوسیدونکو په وینا، د کار فرصتونو نشتوالی، د خلکو ستونزو ته د طالبانو بې پروايي او له ګاونډیو هیوادونو سره د پولو تړل کېدو د دوی اقتصادي وضعیت د پخوا په پرتله نور هم زیانمن کړی دی.
مارجه ولسوالۍ، د هلمند یوه له لرې پرتو سیمو څخه ده چې اوسیدونکي یې له کلونو راهیسې په جګړې او تاوتریخوالي کې ژوند کوي.
د دې ولسوالۍ یو قومي مشر کمال الدین وايي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، په مارجې ولسوالۍ کې د بشري مرستو کچه د پام وړ کمه شوې ده.
د هغه په وینا، د مرستو دغه کمښت د خلکو په ژوند مستقیم اغېر کړې او ډیری کورنۍ یې حتی د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته بې وسه کړې دي.
په مارجه کې قومي مشر، کمال الدین، وايي: «د پخوانۍ حکومت پر مهال، انجینرانو او ادارو موږ ته ډېره مرسته کوله؛ خو د طالبانو له راتګ سره نور لکه پخوا څوک له موږ سره مرسته نه کوي. اوس که له سلو اړمنو کورنیو څخه يوازې پنځلسو ته مرسته ورسېږي. زموږ ژوند ورځ تر بلې سختېږي. له تاسو غواړو چې زموږ غږ مسوولینو ته ورسوی، ځکه موږ په دې کړاو او بېسرنوشته توب کې یوازې پاتې یو.»
د دې ولسوالۍ اوسیدونکي د کار له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې د دوی ژوند ستونزمن دی.
سردار ولي د دې ولسوالۍ د زرګونو اوسیدونکو څخه یو دی چې ژوند یې د بهرنیو مرستو له بندیدو وروسته له ډیرو ننګونو سره مخ شوی دی.
وايي چې د کاري فرصتونو نشتوالي او د مالي ملاتړ کمښت د هغه د کورنۍ اړتیاوو پوره کول خورا ستونزمن کړي دي.
د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی، سردار ولي، وايي: «پر خداي قسم زه نه شم کولای چې اته کيلو اوړه واخلم، زموږ حالت ډېر خراب دی، موږ هېڅ انساني ژوند نه لرو. يو سير اوړه پر يوولسو کورنيو ويشم. زما د زامنو لپاره هېڅ د کار او روزګار زمينه نه شته.»
د طالبانو د څلورو کلونو واکمنۍ وروسته، د هلمند اوسیدونکي وايي چې نه یوازې کاري فرصتونه ورک شوي، بلکې بشري مرستې هم د پام وړ کمې شوې دي. په داسې حال کې چې ډیری کورنۍ د مرستې په تمه دي، د دوی غږونه د فقر او نا امیدۍ په منځ کې غلي پاتې دي.
