له تخار ولایت څخه ځايي سرچینې آمو ته وايي، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو په دې ولایت کې د دې ډلې یو قوماندان د هغه د ورور سره یو ځای د تښتونې په تور نیولی دی.
سرچینې زیاتوي، چې دغه پېښه د تخار مرکز تالقان ښار د نهرچمن په سیمه کې رامنځته شوې، چې په پایله کې د نجیب په نوم د طالبانو سیمهییز قوماندان او ورور یې له خپل کور څخه نیول شوي دي.
سرچینې همداراز ویلي، چې د دې عملیاتو پر مهال د طالبانو استخباراتي ځواکونو د دغه سیمهییز قوماندان کور وپلټل او د هغه لاندې کسان یې هم بې وسلې کړي دي.
تر اوسه د تخار د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې، د سه شنبې په ورځ، د ۲۲ اسد، سرچینو په کندز کې تایید کړه، چې دوه طالبان غړي د وسلهوالې غلا پر مهال د دې ډلې د استخباراتو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
یادونه کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې دا ډلې څو ځل د «قتل، وسلهوالې غلاګانو، تښتونو او ورته نورو جرمونو» په تورونو تورن شوي دي.
خو طالبانو په ډېرو مواردو کې د دغو پېښو رسنیو ته د رسېدو مخه نیولې یا یې رد کړي دي.
یو شمېر هېوادوال وايي، چې په هېواد کې ډېرې جنايي پېښې «د طالبانو ځواکونو» ترسره کوي او دا ډله د خلکو د شتمنیو د خوندي کولو پر ځای «قاتلانو او غلو» ته بدله شوې ده.
