روغتیا

د سره‌صليب کمېټه: په شپږو مياشتو کې تر ۶۰۸ زره ډېر کسان له لومړنيو روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

انځور له ارشیف څخه

د سره‌صليب نړيوالې کمېټې د روان ميلادي کال د لومړنيو شپږو مياشتو په راپور کې ويلي، چې په دې موده کې په افغانستان کې ۶۰۸ زره او ۶۰۰ ناروغانو، چې ۶۴ سلنه يې ښځې وې، د افغانستان د هلال احمر ټولنې په ۴۷ روغتيايي مرکزونو کې، چې د دې ادارې تر ملاتړ لاندې دي، لومړني روغتيايي خدمتونه تر لاسه کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې په همدې موده کې ۴۱۸۲ د خوارځواکۍ له ستونزې ځورېدونکي ماشومان د دې ادارې د تغذيې له پروګرامونو برخمن شوي دي.

راپور وايي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې د هېواد له بېلابېلو زندانونو ليدنه کړې، څو د بنديانو د ژوند شرايط ښه کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې له هغو کسانو سره، چې له ازادۍ محروم دي، په انساني ډول چلند وشي.

دغه کمېټه زياتوي، چې په دې موده کې ۱۶۶۲۹ بنديانو ته په ۱۲ زندانونو کې د روغتیایي موادو مرستې رسېدلې دي.

دغه کمېټه همداراز وايي، چې د زندانونو د ادارې له دفتر سره د مناسب روغتیایي شرايطو د تضمين په برخه کې همکاري کوي.

بل لور ته، د راپور په يوه برخه کې ويل شوي، چې ۸۵۰ کورنيو چې ۶۸۰۰ کسان کېږي، د نغدو پيسو د پروژو په بدل کې د کار له لارې په ارزګان، پکتیکا، کونړ او کندز ولايتونو کې عاید ترلاسه کړی دی.

دغه کمېټه ټينګار کوي، چې ټولنيزه ونډه يې لا هم په لومړيتوب کې ده او په ټول هېواد کې له طالبانو سيمه‌ييزو چارواکو، ديني او ټولنيزو مشرانو سره غونډې ترسره شوي دي.

نړيوال سره‌صليب زياتوي، چې د تېرې جګړې له اغېزو زيانمن شويو خلکو د بشري اړتياوو د ملاتړ لپاره ژمن پاتې کېږي.

دغه کمېټه وايي، چې د هېواد په کچه د خپلو اوو فزيکي توانبخښنې مرکزونو له لارې د معلوليت لرونکو کسانو لپاره د فزيکي رغونې خدمتونه هم روان ساتلي دي.