افغانستان

د کابل اوسېدونکي: د کور کرایه په بې‌مخینه توګه لوړه شوې ده

عکس از آرشیف

د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي وايي چې په کابل کې د کرایې او ګروي کورونو په بیو کې د بې ساري زیاتوالي له امله له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.

دوی په دې برخه کې د چارواکو له خوا د وخت پر وخت څارنې د نشتوالي په اړه په جدي توګه شکایت کوي.

د هیواد په نورو برخو کې هم سیمه ییزې سرچینې ټینګار کوي چې له ایران او پاکستانه د هیواد د کډوالو د جبري ایستلو پروسې د زیاتوالي سره، د کرایې او ګروي کورونو بیه په بې ساري کچه لوړه شوې ده.

په پلازمېنې کې د کرایې او ګروي کورونو په بیو کې بې ساري زیاتوالی. د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي وايي چې، په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستانه د هیواد د کډوالو د جبري ایستلو د پروسې د شدت سره سره، په پلازمېنې کې د کرایې او ګروي کورونو بیې په بې ساري کچه لوړې شوې دي.

دوی همداراز وايي چې د دې وضعیت دوام له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او د ښاري ژوند فشار یې زیات کړی دی.

عبدالخالق، د کابل اوسېدونکی، وايي: «زه خپله له دوه میاشتو ډېرې مودې راهیسې د کور په لټه کې یم، نه کور په کرايه موندل کېږي او نه هم په ګرو. د رهنما مسوول ته چې وایم ستونزه څه ده، راته وايي ګاونډیو هېوادونو کډوال بېرته افغانستان ته شړلي، نو ځکه کور نه پیدا کېږي.»

د پلازمینې سربېره، د هیواد په نورو برخو کې هم سیمه ییزې سرچینې ټینګار کوي چې په دې برخه کې د مسؤولو ادارو لخوا اړین مدیریت او څارنه نه کیږي.

دوی په جدي توګه په دې بې پروایۍ نیوکه کوي او د سمدستي پاملرنې غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکې، شراره نیک‌زاد، وايي: «په یوه یا دوو میاشتو کې د کور کرايه دومره لوړه شوې چې هم ګروي او هم کرايه دواړه زیات شوي دي. پخوا د یوه کور کرايه اته یا نهه زره افغانۍ وه، خو اوس ۱۸ یا ۲۹ زره ته رسېدلې ده. خلک په سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي او باید پام ورته وشي.»

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. خو، د طالبانو د عدلیې وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې دوی به د کورونو د کرایې د غیر عادلانه زیاتوالي په اړه د خلکو شکایتونه ثبت او وڅېړي.

سربیره پردې، د طالبانو د عدلیې وزارت دا هم ویلي وو چې که د کورونو څښتنان د تیر کال په پرتله له لس سلنې ډیر کرایه زیاته کړي، نو له دوی سره به قانوني چلند وشي. هغه ادعا چې تر اوسه نه ده عملي شوې.