افغانستان

طالبانو د زمري ۲۸مه د خپلواکۍ ورځې مناسبت رخصت اعلان کړه

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د زمري ۲۸مه، د هېواد د خپلواکۍ بیرته اخیستلو ورځې په مناسبت رخصتي اعلان کړه.

راتلونکې سه‌شنبه (د زمري ۲۸مه) له پخواني بریټانوي امپراتوری څخه د هېواد د خپلواکئ ۱۰۶مه کلیزه ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د اګسټ ۱۵ مه د خپلې بریا او آزادۍ د ورځي لمانځلو په موخه رخصتي اعلان کړې وه.

افغانستان د ۱۲۹۸ کال د زمري ۲۸مه، په اسیا کې لومړنۍ هېواد وو، چې له بریټانوي امپراتوری څخه یې خپلواکي تر لاسه کړه.