امنیت

د ازادۍ جبهه وايي تخار کې یې دوه طالبان وژلي

د تخار مرکز، تالقان

د ازادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د تخار ولایت، د خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د دې جبهې د غړو په برید کې دوه طالب غړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

له تخار څخه ځايي سرچینو آمو ته د تخار په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه مرکز د برید پخلی کړی دی.

د ازادۍ جبهه وايي چې دغه برید راکټي و او د طالبانو په یوه مرکز ترسره شوی دی.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.