سویلي آسیا

د خيبر پښتونخوا د سېلابونو د مړینو شمېر ۳۰۷ ته ورسېد

د خيبر پښتونخوا د پېښو د مدیریت صوبایي ادارې د شنبې په ورځ ویلي چې د وروستیو سېلابونو د مړینو شمېر ۳۰۷ تنو ته رسېدلی، ځکه چې په بېلابېلو ولسوالیو کې، په ځانګړي ډول بونیر کې نور تلفات ثبت شوي دي.

تېره ورځ د خيبر پښتونخوا په ګڼو ولسوالیو کې سېلابونه راغلل او یوازې په یوه ورځ کې یې له ۲۰۰ ډېر کسان ووژل، چې پکې د صوبایي حکومت د یوې چورلکې پنځه عمله هم شامل وو چې د مرستو او ژغورنې پر مهال په مومندو کې ولوېده.

د ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې بونیر د خیبرپختونخوا تر ټولو سخت ځپل شوی ولسوالۍ وه، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې ۱۸۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی. په نورو سیمو؛ شنګله کې ۳۶ تنه، مانسهره کې ۲۳ تنه، سوات کې ۲۲ تنه، باجوړ کې ۲۱ تنه، بټګرام کې ۱۵ تنه، لوې دیر کې پنځه تنه او په ایبټ اباد کې یو ماشوم ډوب شوی دی.

راپور زیاتوي چې د سېلابونو له امله ۱۱ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۶۳ نور په جزوي ډول زیانمن شوي دي. په سوات کې دوه ښوونځي او په شنګله کې یو ښوونځی هم اغېزمن شوی دی.

په بونیر کې د د صوبايي حکومت د ورځني وضعیت په جلا راپور کې ویلي چې د ۹۳ نورو کسانو مړي ـ چې ټول نارینه دي ـ موندل شوي چې په دې سره د ولسوالۍ د مړینو شمېر ۱۸۴ ته رسېدلی دی.

د بونیر مرستیال کمېشنر کاشف قیوم خان ویلي چې د ژغورنې ډلې لا هم د لټون عملیات روان ساتي، ځکه چې په چغرزي تحصیل کې ۳۰ کسان لا هم ورک دي او «له ۱۰۰ زیات» نور ټپیان شوي دي.