د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

څلور کاله د طالبانو تر سیوري لاندې؛ د یوې ډاکټرې دردناک روایت

د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې، افغان ښځو تر هر چا ډېره د دوی د محدودیتونو بیه پرې کړې ده. د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو نیولې، بیا په ډېرو بنسټونو کې د دوی پر کار بندیز او د ښځينه کارکوونکو د معاشونو کمول هغه موارد دي، چې د زرګونه افغان ښځو او نجونو ژوند یې له سخت فشار سره مخامخ کړی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانونو پلې کېدل هغه څه وو، چې د افغان ښځو آزادي یې تر بل هر وخته ډېره محدوده کړه. یو شمېر هغه ښځې چې د دغو محدودیتونو له امله یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي، وایي چې د تحصیلي اسنادو په لرلو سره هم دوی دندې نه لري.

مژګان د هغې ښځې مستعار نوم دی، چې د بلخ پوهنتون له معالجوي طب څخه فارغه شوې او درې کاله یې په یوه موسسه کې د ډاکټرې په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړې د خپلې کورنۍ یوازنۍ ګټيالۍ وه، خو د موسسو له تړل کېدو وروسته، خپله دنده یې له لاسه ورکړه او له مجبوریته اړه شوه چې د واکسیناتورې په توګه کار وکړي.

د ښځو له لوري د ماشومانو پر واکسین د محدودیت له امله، مژګان یو وار بیا بېکاره شوه او وایي چې هر ځلې چې غواړي په خپلو پښو ودرېږي، خو په ډېر شدت سره بېرته پر ځمکه راغورځي.

مژګان آمو ته وویل: «زما پلار فلج دی، ورور نه لرم او زه خپله د کورنۍ سرپرسته یم. موږ شپږ خويندې يو. کلونه مې زحمت ویست چې د کورنۍ له اوږو د فقر بوج لیرې کړم، خو ونه شو، پرې نه ښودل شو. هر څومره هڅه کوم، کار نه شته. ما ډېر کلونه زده‌کړې وکړې، طب مې ولوست. پلار مې په ډېرو ستونزو د خوړو پیسې ورکولې او زه د زده‌کړې لګښت مصرفولم. اوس، ځکه چې پلار مې د دوا له نه شتون او خويندې مې د لوږې له کبله ونه مري، په اونۍ کې یوازې ۲۰۰ افغانۍ د خیاطۍ مزد اخلم، چې وچ ډوډۍ هم پرې نه شي اخیستل کېدای. په کوم ځای کې د نړۍ ښځه دومره بې‌وسه او حقیره ده؟»

دا د هغو ښځو د ژوند د کیسو یوه کوچنۍ برخه ده، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي.

خو د ۱۴۰۳ لمریز کال د زمري په میاشت کې د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» د قانون له پلي کېدو سره، پر ښځو د طالبانو محدودیتونه تر بل هر وخت ډېر شول. له محرم پرته پر تګ راتګ بندیز او د طالبانو د خوښې حجاب رعایت، هغه څه ول چې پر افغانو ښځو او نجونو یې ژوند نور هم تریخ کړ. افغانې ښځې وایي، چې د تېرو څلورو کلونو تر ټولو ډېرې زیانمنې دوی دي او له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې پاتې شوې دي؛ له شپږم ټولګي پورته د زده کړو او پوهنتون ته د تګ بندیز، په ډېرو برخو کې په کار کولو بندیز، په سیاسي، ټولنیزو او کلتوري چارو کې د ونډې مخنیوی، له محرم پرته پر سفر بندیز، د ښځینه کارکوونکو د معاشونو کمول او پارکونو او ورزشي کلپونو ته د ښځو له تګ څخه مخنیوی، دا ټول د محدودیتونو برخه ګرځېدلې ده.

پر ښځو د طالبانو یو لړ بندیزونه:

د ښوونځیو تړل: ۱۴۰۰ لمریز کال ـ د وږي میاشت

  • له محرم پرته په سفر بندیز: ۱۴۰۰ لمریز کال
  • په رسنیو کې د ښځو د حضور محدودول: ۱۴۰۰ لمریز کال – د لېندي میاشت
  • د پوهنتونونو تړل: ۱۴۰۱ لمریز کال ـ د لېندي میاشت
  • په موسسو کې د ښځو په کار بندیز: ۱۴۰۱ لمریز کال ـ د مرغومې میاشت
  • ورزشي کلپونو ته په ورتګ بندیز: ۱۴۰۱ لمریز کال ـ د لړم میاشت
  • د سینګارتونونو تړل: ۱۴۰۲ لمریز کال ـ د چنګاښ میاشت
  • د ښځینه کارکوونکو د معاشونو کمول: ۱۴۰۳ لمریز کال ـ د چنګاښ میاشت
  • د ښځو پر مخ د طبي انسټيټوټونو تړل: ۱۴۰۳ لمریز کال ـ د لېندي ۱۳مه

د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» په قانون کې، بندیزونه یو په بل پسې ډېر شول او د همدې قانون له مخې، ښځې باید د مخ په ګډون له سره تر پښو، ، ځانونه پټ کړي؛ د ښځو غږ «عورت» بلل کېږي او آن د دې اجازه نه لري، چې په لوړ غږ د قرآن تلاوت وکړي.

د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې، ډېرو ښځو او نجونو د طالبانو د پرېکړو پر ضد لاریونونه وکړل؛ خو د دوی اعتراضونه تل ځپل شوي او آن یو شمېر معترضې ښځې ونیول شوې. ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې د ښځو ضد د طالبانو سل فرمانونه د

افغانستان د ښځو او نجونو لپاره «ورانکوونکي» بللي دي. طالبانو په دې څلورو کلونو کې نه یوازې پر ښځو د محدودیتونو له وضع کولو شاتګ نه دی کړی، بلکې دا محدودیتونه یې نور هم سخت کړي دي.