د ناروې د کډوالو چارو شورا مشر، یان ایګلنډ د طالبانو د واکمنۍ څلورمې کلیزې په مناسبت، په افغانستان کې روان ناورین ته په اشاره ویلي، چې دا یې «وخت نه دی چې موږ افغانستان ته شا وګرځوو.»
نوموړي له له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي، چې له بشري مرستو، د پراختیایي مرستو او د ډیپلوماټانو سره بیرته افغانستان راشي.
هغه په یوه ویډیويي پیغام کې زیاته کړې ده: «تر څو موږ کولای شو په ګډه د ښځو او نجونو او د ټولنې د خلکو د حقونو لپاره مبارزه وکړو.»
یان ایګلنډ ویلي چې په افغانستان کې د انجونو لپاره له شپږو پورته ښوونځیو زده کړې نشته، پوهنتون ته لاسرسی ستونزمن شوی، د کار کولو شرایط سخت شوي او ډیره ازادي له لاسه ورکړل شوې.
هغه ویلي، له څو لسیزو د ویرونکي جګړو وروسته او اوس د نړیوالې پاملرنې کمښت په زیاتېدو دی.
