امنیت

سرچینې: په پکتیا کې د تښتول شوي ماشوم جسد له درې ورځو وروسته وموندل شو

له پکتیا ولایت څخه ځايي سرچینې وایي، چې درې ورځې وړاندې وسله‌والو کسانو، چې ځانونه یې طالبان معرفي کول، یو موټرسایکل له یوه ماشوم سره یو ځای تښتولی و. دا پېښه د زرمت ولسوالۍ د کلالګو بازار د یو تېلو پمپ مخې ته، د ماښام پر مهال رامنځته شوې وه.

سرچینې وايي، چې د ماشوم او موټرسایکل تر تښتولو درې ورځې وروسته، د ماشوم مړی وموندل شو. د مړي پر بدن د بې‌رحمانه وژنې څرګندې نښې لیدل شوې دي.

د سرچینو په وینا، د وژل شوي ماشوم پلار دوکاندار دی او له هېچا سره یې شخصي دښمني نه لرله.

یادونه باید وشي، چې په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د تښتونو او غلاوو پېښې زیاتې شوې دي.