د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو عالي کمېسیون وایي چې ایران یوازې د تېرې ورځې (شنبې، د زمري ۱۸مې) په ترڅ کې ۳۳۶۶ افغان کډوال ایستلي دي.
د دې کمېسیون په وینا، یاد کسان د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د اورېښمو له پولو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
په همدې مهال، پاکستان هم د تېرې ورځې په اوږدو کې ۱۴۰۳ افغان کډوال په جبري او خپله خوښه شړلي دي. دغه کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
طالبان زیاتوي چې ټول شړل شوي کسان ۴۷۶۹ تنه دي، چې ۹۶۲ کورنۍ ترې جوړېږي، او له دې ډلې ۲۸۰۹ تنه د پولو څخه بېلابېلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
د آمو موندنې، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د عالي کمېسیون له ورکړل شویو شمېرنو څخه رااخېستل شوې، ښيي چې یوازې په یوه اوونۍ کې (له د اسد د ۱۰مې تر ۱۷مې) ۵۵۰۳۸ افغان کډوال له ایران څخه شړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت چارواکو د دې وزارت د کلني راپور په غونډه کې په کابل کې وویل چې په وروستیو درې میاشتو (ثور، جوزا او سرطان) کې ۱.۸ میلیونه کسان له ایران څخه شړل شوي دي.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې په یوه وروستي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵مې تر د روان زېږدیز کال د جون تر ۳۰مې، نږدې ۱.۲ میلیونه کسان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
سره له دې، دواړه هېوادونه لا هم د افغان کډوالو د شړلو بهیر ته زور ورکوي، او یو شمېر بېرته ستانه شوي کسان وایي چې د جبري شړلو پر مهال له «وهلو ډبولو، د شتمنیو له مصادرې، غیرانساني چلند او سپکاوي» سره مخ شوي دي.
