رویټرز د څو عیني شاهدانو د څرګندونو پر بنسټ او د هغو سندونو له مخې چې د امریکا د متحده ایالاتو له حکومت سره شریک شوي، راپور ورکړی چې محمودشاه حبیبي او د هغه موټر چلوونکی د طالبانو د استخباراتو په بڼه وسلهوالو لهخوا نیول شوي دي.
د راپور له مخې، د نیول کېدو پر مهال حبیبي او د هغه موټر چلوونکی د یوه موټر په شاته څوکۍ کې کښېنول شول او سترګې یې وتړل شوې.
په دې راپور کې چې عنوان یې دی: «څنګه د سیاېاې یوه عملیات د القاعده پر ضد په کابل کې، یو امریکايي وګړی په افغانستان کې بندي کړ»، ویل شوي چې د خلکو د سترګو په وړاندې طالبانو په یونیفورم کې، هغه ټویوټا لېنډکروزر محاصره کړ چې محمودشاه حبیبي پکې ناست و.
راپور وايي، طالبانو د هغه د کابل د استوګنې د اپارتمان دروازه ماته کړه او لېپټاپ او اسناد یې هم له ځان سره یوړل.
طالبان د حبیبي د نیولو انکار کوي. نوموړی چې ۳۷ کلن دی او د افغانستان د پخواني جمهوریت د ملکي هوايي چلند ادارې مشر پاتې شوی، د امریکا تابعیت هم لري. خو له درې کلونو تريتم کېدو وروسته، طالبان وایي د هغه د ځای په اړه هېڅ معلومات نه لري.
په راپور کې راغلي چې حبیبي، چې خپل وخت یې د امریکا او کابل ترمنځ وېشه او د یوه خصوصي شرکت لپاره یې کار کاوه، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د امریکا تابعیت ترلاسه کړ.
رویټرز لیکي چې د طالبانو دا ادعا د شاهدانو له روایتونو او نورو شواهدو سره، چې د حبیبي د موبایل له ثبت شوو معلوماتو را اخېستل شوي او د یوه اوسني او یوه پخواني امریکايي چارواکي له خوا دې خبري اژانس ته تشریح شوي، په ټکر کې ده.
د طالبانو انکار د افبياې لپاره، چې د امریکا د حکومت د هڅو مشري کوي څو هغه خوشې کړي، او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت لپاره، چې د حبیبي نیول د افغانستان له حکومت سره د لا زیاتو تعاملاتو پر لاره یوه ستره خنډه بولي، ستونزې جوړوي. دا درې کاله وروسته له هغه دي چې حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست پر ۱۰ نېټه ونیول شو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بهر کې بندي امریکایانو خوشې کول خپل لومړیتوب ګرځولی او تر اوسه یې لسګونه تنه، له افغانستان، روسیې او وینزویلا څخه، آزاد کړي دي. خو د محمودشاه حبیبي قضیه — چې په افغانستان کې یوازینی علني امریکايي بندی دی — تر اوسه ډېره پېچلې پاتې ده.
د یوه اوسني او یوه پخواني امریکايي چارواکي مرکې چې د دې قضیې په اړه معلومات لري، ښيي چې طالبان ښايي حبیبي ځکه نیولی وي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره یا «سياېاې» د هغه شرکت دننه نفوذ کړی و چې نوموړی پکې کار کاوه.
دغو سرچینو ویلي چې سياېاې د دې شرکت د یوې امنیتي کمرې لاسرسی موندلی و او همدا کار د القاعده د مشر ایمنالظواهري په پېژندلو کې مرسته وکړه، چې په کابل کې په یوه مېلمستون کې اوسېده. حبیبي د الظواهري له وژل کېدو لس ورځې وروسته ونیول شو، هغه مهال چې الظواهري — د سپټمبر د ۱۱ د ۲۰۰۱م کال د بریدونو له وروستیو طراحانو څخه — د امریکا په یوه بېپیلوټه برید کې، د ولسمشر جو بایډن په امر، د کابل په شېرپور سیمه کې ووژل شو.
هغه مهال، امریکايي چارواکو خبریالانو ته وویل چې دا د سياېاې عملیات و. امریکايي سرچینو رویټرز ته ویلي چې حبیبي د دې پلان نه ناخبره و او کله چې د دوبۍ له یو کاري سفره کابل ته راوګرځېد، له دې خطره ناخبره و او په تېروتنه ونیول شو.
سياېاې، طالبان، سپینه ماڼۍ او د حبیبي کار ورکوونکی شرکت «ایآراکس» چې په ویرجینیا کې مېشت دی، د دې خبر په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده. د ایآراکس شرکت مخکې ویلي چې نه دوی او نه هم اړوند شرکتونه یې د الظواهري په وژنه کې کوم رول درلود.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په یوه بیان کې د حبیبي د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې. په دې بیان کې راغلي: «موږ پوهېږو چې طالبانو محمودشاه حبیبي نږدې درې کاله مخکې تښتولی دی.»
