امنیت

امریکايي سناتور: د طالبانو له‌خوا د محمود شاه حبيبي د نيول کېدو «انکار نه کېدونکي» شواهد شته

محمود شاه حبیبی امریکایی افغانی‌الاصله وګړی.

د امريکا د سنا جرګې غړی، کريس کونز ټينګار کوي چې داسې انکار نه کېدونکي شواهد شته چې د طالبانو له لوري د محمود شاه حبيبي نیول ثابتوي، خو په وینا يې، طالبان بیاهم د دې امريکايي ـ افغان الاصله وګړي نيول ردوي.

په ورته وخت کې، د حبيبي ورور ويلي چې د هغه کورنۍ د امريکا له مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌آی‌اې) غوښتي چې له طالبانو سره د خپلو اړيکو څخه د محمود شاه حبيبي د خوشې کولو لپاره استفاده وکړي.

درې کاله کېږي چې د محمود شاه حبيبي هېڅ نښه نه ده موندل شوې. هغه امريکايي ـ افغان الاصله او د افغانستان د هوايي چلند پخوانی رئيس و. د امريکا د عدليې وزارت په وينا، نوموړی د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په مياشت کې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نيول شوی و. امريکا د هغه د معلوماتو په بدل کې پنځه ميليونه ډالر جايزه ټاکلې ده.

طالبانوتل د محمود شاه حبيبي نيول رد کړي دي، خو د حبيبي کورنۍ وايي چې هغه د طالبانو په بند کې دی.

احمد شاه حبيبي، د محمود شاه حبيبي ورور، وايي: «يوازينۍ لاره چې سي‌آي‌اې او طالبان زموږ له لوري آرام شي دا ده چې سي‌آي‌اې د طالبانو سره خپلې اړيکې وکاروي او هغوی وهڅوي چې زما ورور خوشې کړي. د طالبانو بې‌اساس انکارونه او د سي‌آي‌اې بې‌عملي موږ ته په بشپړ ډول روښانه کوي چې په افغانستان کې زما د ورور د بند پاتې کېدو مسئول څوک دی.»

له بلې خوا، يو امريکايي سناتور ويلي چې داسې انکار نه کېدونکي شواهد شته چې محمود شاه حبيبي د طالبانو په لاس کې دی.

کريس کونز وايي: «د موجودو شواهدو سره، طالبانو څو ځله له دې څخه ډډه کړې چې ومني هغه د دوی په بند کې دی. موږ نه شو کولای او نه باید هغه کسان هېر کړو چې شاته مو پرېښي دي؛ نه هغه چې زموږ د پوځ له سرتېرو سره يې يو ځای خدمت کړی او نه زموږ خپل هېوادوال. محمود دواړه دی.»

«افغان‌ایوک» په نوم بنسټ وايي چې طالبان محمود شاه حبيبي د دې په تور نيولی چې ګواکې د امريکا په هغه بې‌پيلوټه بريد کې يې رول درلود چې د القاعده د مشر ايمن الظواهري د وژلو لامل شو. دا بريد د کابل په شېرپور کې شوی و. د حبيبي کورنۍ وايي چې هغه له داسې يو شرکت سره کار کاوه چې د دې پېښې سره تړاو درلود، خو دی خپله په دې کار کې هېڅ رول نه درلود.

له دې وړاندې طالبانو په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې هېڅ داسې نښه نشته چې ګواکې محمود شاه حبيبي د طالبانو د کومې ادارې له خوا نيول شوی وي، خو د «اف‌بي‌آی» په وينا، ګومان کېږي چې هغه د طالبانو د پوځي يا امنيتي ځواکونو له‌خوا نيول شوی وي.

د ټرمپ په اداره کې د امريکايي ګروګانانو خوشې کول، په ځانګړې توګه هغه چې د طالبانو په بند کې وو، يوه مهمه موخه ګڼل کېده، خو تر دې دمه داسې ښکاري چې نه د بايډن اداره او نه هم د ټرمپ اداره چې د حبيبي په اړه يې له طالبانو سره خبرې کړي، کومې پایلې ته رسېدلي وي.