امنیت

سرچینې: پکتیا کې تښتول شوی ماشوم په بې رحمۍ وژل شوی

په پکتیا کې د وژل شوي ځوان انځور

ځايي سرچینې وایي چې په پکتیا ولایت کې یو ماشوم تر شاوخوا شل ورځو ورکېدنې وروسته مړ موندل شوی دی.

د سرچینو په وینا، وژل شوی ماشوم یوسف نومېده او د دغه ولایت د تیره وچ‌ښاخ کلي اوسېدونکی و. نوموړی شل ورځې وړاندې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی و، خو کورنۍ او سیمه‌ییزو خلکو د ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدل چې د هغه درک ومومي.

سرچینې زیاتوي چې د یوسف جسد د چارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) وموندل شو، چې د وحشتناکو نښو نښانو له مخې ښکاري هغه په بې رحمۍ سره وژل شوی وي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ماشوم تښتونې، غلاوې او وژنې زیاتې شوي دي، چې د خلکو پراخې اندېښنې یې راپارولي دي.

خلک له امنیتي بنسټونو غواړي چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي او عاملین یې عدلي او قضایي ادارو ته وسپاري.