پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په باجوړ کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او د قومي مشرانو ترمنځ د خبرو اترو څلورم پړاو چې د «جرګې» تر عنوان لاندې ترسره شوی و، بیا هم بېنتيجې پای ته رسېدلی دی.
دغه جرګه تېره ورځ تر سره شوې وه. د جرګې یوه غړي، چې نهغوښتل نوم یې بربنډ شي، رسنیو ته ویلي: «موږ ته خبرداری ورکړل شوی چې تر هغه وخته پورې چې وروستۍ موافقه و نهشي، حتی یوه کلمه هم په دې اړه ونهوايو.»
یو پاکستاني امنیتي چارواکی، چې هویت یې نه دی څرګند شوی او ځان یې د دې بهیر څخه بېخبره ښودلی، ویلي چې دا نوښت د ایالتي حکومت له لوري پیل شوی او موخه یې دا دی چې د محلي سولې ابتکارونو ته چانس ورکړي.
د جرګې یو بل غړی، چې نوم یې هم نه دی بربنډ شوی، ویلي: «یو پرمختګ شوی دی»، خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې دا پرمختګ څه شی دی.
پاکستاني رسنۍ وایي چې د خبرو وضعیت لا هم مبهم دی او ډېر کم معلومات د عامو خلکو لپاره په لاس کې دي، نه د بهیر په اړه څه مالومات شته او نه د کومې احتمالي موافقې.
تر دې وړاندې، د خیبرپښتونخوا ایالت ځینو محلي سرچینو آمو ته ویلي وو چې دا جرګه د پاکستاني پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو د بندېدو لپاره جوړه شوې.
لا هم معلومه نه ده چې دا جرګه به نور څو پړاوونه ولري او همداراز د اختلاف اساسي ټکي هم نهدي په ډاګه شوي. په تېره ناسته کې ټيټيپي غوښتنه کړې وه چې د پاکستان پوځ باید پر دوی پوځي عملیات ودروي.
سرچینې وایي، د تحریک طالبان پاکستان پلاوی د مولانا ملنگ بادشاه په مشرۍ په دې خبرو کې برخه لري.
قومي مشرانو له دې مخکې له طالبانو غوښتي وو چې یا خو دې افغانستان ته شاته لاړ شي، یا دې د پاکستان له پوځ سره د مخامخ جګړې لپاره چمتو شي.
خو د ټيټيپي غړو دا غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي چې شاتګ یې په اجنډا کې نه دی، او تر هغه وخته به جګړه جاري وي څو چې پوځ پوځي عملیات بند نه کړي.
