ځايي سرچینې آمو ته وایي چې نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ دقیقې د پکتیا ولایت د ښار او څو ولسوالیو په فضا کې بېپیلوټه الوتکو الوتنه کړې ده.
د سرچینو په وینا، یادو بېپیلوټه الوتکو په ټیټه ارتفاع الوتنې ترسره کړي او د ساعتونو لپاره د بېلابېلو سیمو په فضا کې لیدل شوي دي.
تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا ډرونونه د کوم هېواد یا کومې ادارې پورې تړاو لري او د هغوی د الوتنې موخه څه وه.
سرچینې زیاتوي، چې دا الوتنې نه یوازې د پکتیا په ښار، بلکې د شاوخوا ولسوالیو په فضا کې هم لیدل شوې دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیا په ځینو ولسوالیو کې ګزمې کړې وې.
