د کډوالو نړیوال سازمان ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د یمن په سواحلو کې یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۶۸ پناه غوښتونکي مړه شوي او ۷۴ تنه نور ورک دي.
په یمن کې د داغه سازمان مشر، عبدالستار اسوئف، په یوه مطبوعاتي مرکه کې ویلي، چې دا پناه غوښتونکي د افریقا اوسېدونکي وو.
هر کال لسګونه زره کډوال د کار موندنې په موخه د افریقا له خاورې څخه د یمن له خطرناکو اوبو څخه تېرېږي او غواړي سعودي عربستان او د خلیج شتمنو هېوادونو ته ځان ورسوي.
عبدالستار اسوئف د اسوشېټېډپرس خبري آژانس ته ویلي، چې یاده کښتۍ د ۱۵۴ ایتهوپیايي کډوالو سره د یمن د ابین ولایت ته نږدې چپه شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې دولس کډوال د ډوبېدو له پېښې ژوندي پاتې شوي او دا هم ویلي، چې د ۵۴ کسانو مړي د خنفر ساحلي سیمې ته رسېدلي، او ۱۴ نور مړي په بله سیمه کې موندل شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.
دوه ډاکټران وایي، چې د ژغورنې ډلې لا هم د پاتې ژوندو کسانو د موندلو هڅې کوي.
د کډوالو نړیوال سازمان وايي، یمن لا هم د افریقا د غیرقانوني کډوالو د زیاتېدونکي راتګ شاهد دی.
هر کال کډوال د زړو او خرابو کښتیو په وسیله د بابالمندب تنګي څخه تېرېږي، چې جیبوتي او اریتریا له یمن څخه جلا کوي، او هڅه کوي سعودي عربستان او نورو خلیجي هېوادونو ته ځان ورسوي.
دغه سازمان د افریقا د شاخ او یمن ترمنځ دا لار «د نړۍ له تر ټولو ګڼهګوڼه لرونکو او خطرناکو ګډو کډوالو لارو» څخه ګڼلې او وایي، چې یوازې تېر کال یې د ۶۰ زرو ډېر کډوال یمن ته داخلېدل ثبت کړي دي.
