د طالبانو له منځه د دوه سرچینو په ګډون، درې باخبره سرچینې آمو ته وایي، چې سږکال د بګرام په هوایي اډه کې د اګسټ د ۱۵مې په مناسبت د طالبانو پوځي پریډ لپاره چمتوالۍ ورو او بې خونده پيل شوې ده.
سرچینې تینګار کوي، چې د بګرام په هوایي اډه کې د طالبانو د نظامي رسم ګذشت په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستي دریځونه، په دغو چمتووالو اغېز پریښی دی.
دغه باخبره سرچینې همدا راز زیاتوي، لا هم روښانه نه ده، چې سږکال به د اګسټ په ۱۵مه د بګرام په هوایي اډه کې د طالبانو نظامی رژه ترسره شي او که نه، ځکه د دوی په وینا؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې په دغه هوایي اډه کې د طالبانو د هغه نظامي رسم ګذشت پر وړاندې توند غبرګون ښودلی و، چې د پاتې امریکايي وسلو او تجهیزاتو په ښودلو سره یې ترسره کاوه.
ټرمپ په دې اړه دومره غوسه و، چې ویل یې په افغانستان کې پاتې وسلې او نظامي تجهیزات باید بېرته وګرځول شي، هغه غوښتنه چې طالبانو تل رد کړی دی.
اوس، سپينې ماڼۍ ته داسې یو کس بېرته راګرځېدلی، چې د افغانستان په اړه دریځ او خبرې یې، د بګرام هوایي اډې او د طالبانو لاس ته د امریکايي وسلو او نظامي تجهیزاتو پرېوتو ته ور ټوله ده. مخکې یې هم ویلي و، چې د طالبانو په نظامي رسم ګذشت باندې غوسه کېږي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د ۱۴۰۳ لمریز کال د کب ۴مه ویلي: «هغوی هر کال، پوځي رسم ګذشت ترسره کوي او زموږ نظامي نقلیه وسایط وړي او په یوه وړوکي سړک کې یې نندارې ته اېږدي او داسې برېښي لکه یو نظامي رژه چې وي او کله چې هغه وینم نو غوسه راځي، غوسه کېږم!! کله چې هغه وینم نو سخت مې اعصاب خرابېږي.»
اوس تازه، د طالبانو له منځه د دوه سرچینو په ګډون، درې باخبره سرچینو آمو ته ویلي، چې د طالبانو د نظامي رسم ګذشت په اړه د ټرمپ د څرګندونو له امله، سږکال طالبانو د اګسټ د ۱۵مې په مناسبت، د بګرام په هوایي اډه کې د امریکايي وسلو او نظامي تجهیزاتو سره د نظامي رسم ګذشت چمتوالي په برخه کې له ډېر دقته کار اخلي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د بګرام په هوایي اډه کې د اګسټ میاشتې د ۱۵مې نیټې په تړاو د طالبانو د نظامي رسم ګذشت د جوړېدو چارې ډېرې پيکه روانې دي او لا هم روښانه نه ده چې سږکال ترسره شي او که نه، ځکه د دوی په خبره؛ د طالبانو اقتصادي ستونزې بل دلیل دی، چې د دغو مراسمو د چمتوالي په ورو کېدو کې رول لوبوي. بل خوا، د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون هم د اګسټ د ۱۵مې نېټې په مناسبت، معکوسه شمېرنه پیل کړې څو په دغه ورځ د طالبانو د څلور کلنۍ واکمنۍ جشن ونمانځي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، تر اوسه هم د افغانستان او طالبانو په اړه خپله مشخصه پالیسي نه ده اعلان کړې، خو ویلي یې دي، چې د طالبانو تر لاس لاندې د امریکايي وسلو او نظامي تجهیزاتو د بېرته راګرځولو په لټه کې دی. ټرمپ دغه راز تل ادعا کړې، چې افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، چین اوس مهال د بګرام پر هوایي اډې خپل کنټرول لري، خو طالبان تل دغه ادعاوې ردوي.
حال دا چې، په دغه راپور کې له یوې سرچینې سره د خبرو اترو پر مهال، نوموړي آمو ته منلې ده، چې یوه پاکستاني پلاوي، له طالبانو غوښتي څو لږ تر لږه سږکال له واشنګټن سره د اړیکو په موخه د بګرام په هوایي اډه کې له خپل نظامي رسم ګذشت څخه ډډه وکړي. سرچینې همداراز ټینګار کوي، چې طالبانو په ځواب کې ویلي، چمتو دي څو د امریکایي، قطري او د طالبانود چارواکو په شتون کې، د یوه درې اړخیز پلاوي په مشرۍ د بګرام له اډې لیدنه وشي، څو دا ښکاره کړي چې په دغه اډه کې هېڅ بهرنۍ وګړی حضور نه لري او امریکا ته هم په دې اړه ډاډ ورکړل شي.
د زمري ۲۴مې یا د اګسټ ۱۵مې ته یوازې دولس نورې ورځې پاتې دي. په دغه ورځ، افغانستان کې د طالبانو واکمني څلور کلنه کېږي. طالبانو په تېرو درې کلونو کې، په دغه ورځ د بګرام په هوایي اډه کې له امریکایي وسلو او نظامي تجهیزاتو سره پوځي رسم ګذشتونه ترسره کړې دي. د یادونې ده، چې د بګرام هوایي اډه، په افغانستان کې د امریکا د دوه لسیزو د حضور پر مهال، د دغه هېواد د نظامي ماموریت د زړه حیثیت درلوده.
