له خوست ولایت څخه سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نور احمد په نوم یو کوچني هلک ځان وژنه کړې ده.
سرچینې وايي، چې یاده پېښه نن غرمه (دوشنبه، د زمري ۱۲مه) په موټخېل نوي کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاتوي، چې تراوسه د هلک د ځان وژنې علت معلوم نه دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې خوست ولایت کې د ځان وژنې پېښې زیات شوي، چې تر ډېره یې لاملونو، تیاره راتلونکی، بې کاري او اقتصادي ستونزې بالل کېږي.
دا په تېره یوه اوونۍ کې خوست کې دویمه پېښه ده، چې یو تنکی هلک ځان وژنه کوي.
دوه ورځې وړاندې له خوست ولایت څخه سرچینو آمو ته وویل، د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې یو تنکي ماشوم ځان وژنه کړې ده.
د سرچینو په وینا، دغه هلک تیزاب څښلي وو او ځان یې وژلی دی.
