سویلي آسیا

سرچینې: د پښتون قامي جرګې په غوښتنه د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر ضد پراخ لاریونونه شوي

له خیبر پښتونخوا څخه سرچینې راپور ورکوي چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۱مه د پښتون قامي جرګې د پرېکړې پر بنسټ، د جمعې د ورځې له لمانځه وروسته د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ د روانو عملیاتو او بمباریو پر ضد پراخ ولسي لاریونونه ترسره شول.

د معلوماتو له مخې، په دې لاریونونو کې زرګونه خلکو، د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) غړو او ملاتړو ګډون کړی و. لاریونوالو د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر ضد شعارونه ورکول او دا عملیات یې “ډالري جګړې” او “زرګري جکړې” بللې.

لاریونوال وايي: “موږ د پاکستاني پوځ د عملیاتو، ډالري جګړو، د ولسي وګړو پر کورونو د ډرون بریدونو، او په فوځي زندانونو کې د بې‌ګناه پښتنو ځوانانو د ظلم او قتل پر ضد راپورته شوي یو. نړیوال بشري سازمانونه باید زموږ غږ واوري.”

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړو ویلي، چې د پاکستان حکومت له کلونو راهیسې د پښتنو د طبیعي زېربناوو لوټ ته دوام ورکړی او تر څنګ یې پر پښتني سیمو بمبارۍ کړې دي. دوی ټینګار کړی: “موږ به د پاکستاني پوځ لخوا د معدنياتو لوټ، ناقانونه ګرځ‌بندیزونه، هدفي وژنې، د خلکو تری تم کول، او د پنجابي استعمار پر ضد خپل مقاومت جاري ساتو او د خپلو خلکو له حقونو به دفاع کوو.”

سرچینې زیاتوي، چې دغه لاریونونه د پښتونخوا په ګڼو سیمو کې هممهاله ترسره شول او پراخ ولسي ګډون پکې شوی و.

یاده دې وي، چې دا مهال د پاکستان پوځ په باجوړ او بنو کې د ناقانونه وسلو پر ضد عملیات ترسره کوي، چې راپورونه ښيي، د دغو عملیاتو له امله لسګونه ولسي وګړي، په‌ ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، هم وژل شوي دي.