افغانستان

سیګار: افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت خپل هدف ته ونه رسېدد

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره (سیګار) په خپل وروستي راپور کې منلې چې افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت خپل اساسي هدف ته، چې د یوه آزاد، دموکرات او باثباته هېواد جوړول وو، نه دی رسېدلی.

د سیګار سرپرست سرمفتش، جین آلوئیز، د دغه راپور په سریزه کې لیکلي: «موږ په ویاړ د دې هڅو برخه شوو، خو د وروستي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلو.» نوموړي همداراز د دې ماموریت پر مهال د ۲۴۵۹ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو یادونه کړې او د هغوی له قربانیو یې قدرداني کړې ده.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې امریکا له افغانستان سره خپلې ټولې مالي مرستې بندې کړې دي او ټاکل شوې چې د سیګار د څار ماموریت هم د روان کال تر سپتمبر میاشتې پای ته ورسېږي.

افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره (سیګار) په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۴ میلیارده امریکايي ډالر د فساد او ناوړه استفادې له امله ضایع شوي دي.

په راپور کې راغلي چې سیګار په تېرو ۱۷ کلونو کې د خپل څارونکي ماموریت پر مهال، د فساد، درغلۍ او ناوړه استفادې ۱۳۱۹ مشخصې پېښې ثبت او مستند کړي دي.

دغه اداره زیاتوي، چې تر دې دمه یې د امریکايي مالیه ورکوونکو لپاره له ۴.۳ میلیارده ډالرو زیاتې پیسې سپما کړي دي.

سیګار همداراز خبرداری ورکړی، چې له افغانستان سره د مرستو ناڅاپي بندېدل دا خطر زیات کړی، چې د امریکا تجهیزات او شتمنۍ د طالبانو لاس ته ولوېږي.

راپور څرګندوي، چې طالبانو په ځینو مواردو کې زغروال وسایط او امنیتي تجهیزات په زور نیولي دي.

د مرستو ناڅاپي بندېدل، د طالبانو لخوا د امریکايي شتمنیو د نیولو خطر زیات کړی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره (سیګار) خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو ناڅاپي بندېدو طالبانو ته دا زمینه برابره کړې چې د امریکا نظامي تجهیزات او شتمنۍ ونیسي.

دغه اداره ټینګار کړی چې د څار نشتوالی او مالي همکاريو بندېدو د طالبانو لپاره د لا زیاتې ناوړې ګټې اخیستنې زمینه مساعده کړې ده.

سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، هغه پرمختللي نظامي تجهیزات او حساس ټکنالوژي چې د امریکا د ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې دي، اوس د طالبانو په ولکه کې دي.

د سیګار د موندنو له مخې، له افغانستان څخه د امریکا له چټکې وتنې او د مرستو له ناڅاپي بندېدو وروسته، په میلیونونه ډالرو برابر تجهیزات چې د امریکايي بودجې له لارې برابر شوي وو، بې له هر ډول څار څخه پاتې شول.

طالبان نه یوازې دا وسایل د خپلو داخلي اړتیاوو لپاره کاروي، بلکې د ځواک د ښودلو او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره هم ترې استفاده کوي.

سیګار خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، نو ښايي دا د افغانستان له پولو هاخوا امنیتي پایلې ولري او نورو وسله‌والو ډلو ته هم د تقلید یوه الګو شي.