سرچینې آمو ته وایي، چې په خوست او پکتیا ولایتونو کې د قطر د کاري ویزو د نوملیکنې بهیر د «فساد او واسطې» او د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ودرول شو.
د سرچینو په خبره، دا بهیر پرون په دغو ولایتونو پیل شوی و، خو نن بېرته په ټپه ودرېده. د دوی په وینا، نوملیکنه یوازې د طالبانو د چارواکو په وړاندیز او د واسطې له لارې ترسره کېدله، او نورو عادي خلکو په دغه بهیر کې د نوم لیکنې چانس نه درلوده.
دغه راز ویل کېږي، چې یوازې په خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو کې د قطر د ۷۰۰ ویزو لپاره زرګونو کسانو د نوم لیکنې بهیر کې ګډون کړی و، خو یوازې هغو کسانو ته د نوم لیکنې اجازه ورکړل شوې چې معتبر اسناد یې لرل.
سرچینې زیاتوي، چې طالبانو د نوملیکنې په مرکزونو کې د عکس او ویډیو په اخیستلو مطلق بندیز لګولی دی.
قطر د افغانانو لپاره تازه دوه زره د کار ویزې ځانګړې کړې دي، خو د نوم لیکنې د رسمي پروسې له پيل راهیسې تر دې دمه پورې، له پلازمېنې کابله نیولې بیا په ډېرو ولایتونو کې زرګونه کسانو د نوم لیکنې مرکزونو ته مراجعه کړې ده.
