ځايي سرچینې وایي چې د خیبر پښتونخوا د باجوړ په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر مهال د بمباریو او هاوان مرمیو له ویرې ګڼ شمېر خلک له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي دي.
سرچینې وایي، دغه عملیات د باجوړ اړوند د لوی ماموند، ترخو، لغړۍ او د غنم شاه په سیمو کې روان دي، او لسګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې دي.
دوی زیاتوي چې له پرون راهیسې د پوځ چورلکې په سیمه کې ګرځي او د هاوان درند غږونه اورېدل کېږي. د عملیاتو له پیل راهیسې ګڼ کورونه د بمبار او هاوان مرمیو هدف ګرځېدلي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
همداراز، سرچینې وايي چې په ټوله سیمه کې ګرځبندیز لګول شوی او انټرنېټي خدمات هم پرې شوي دي، چې له امله یې د خلکو اړیکې له بهر نړۍ سره محدودې شوې دي.
تر دې دمه نه پاکستاني پوځ او نه هم رسنیو د یادو عملیاتو په اړه رسمي څرګندونې کړې دي.
خو پوځ تر دې وړاندې ویلي وو چې د باجوړ عملیات د ناقانونه وسلو د راټولولو او د وسلهوالو پر ضد پیل شوي دي.
