د خوست ولایت څخه ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو په فضا کې د جیټ الوتکو په ډېره ټيټه ارتفاع الوتنې کړي او د سیمې خلک یې ویرولي دي. سرچینو چهارشنبه د زمري په ۸مه آمو ته وویل، چې دغو جیټ الوتکو د شپې ۱۱:۳۰ نه وروسته څو ساعته په پرلپسې ډول ګزمې وهلې دي.
سرچینې زیاتوي، چې یادې جیټ الوتکې د خوست په باک او علیشرو ولسوالۍ اړوند په ببرک تاڼه، ډبګي، سودک او یو شمېر نورو سیمو ګزمې وهلې
د سیمې د خلکو په خبره، د دغو جیټ الوتکو ګزمې دومره ټیټې وې، چې خلک یې له خوبونو راپاڅولي او د بمبار له ویرې ځینو کسانو خوب ځایونه پرېښودلي دي.
د خلکو په خبره، چې یادې جیټ الوتکې له پاکستان څخه راووښتې وې او د شاوخوا څلور دانې وې چې د شپې تر ناوخته یې ګزمې وهلې.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړۍ ځل نه دی او له دې وړاندې هم پاکستاني الوتکې د خوست او یو شمېر نورو ولایتونو په فضا ګزمې وهي او له دې وړاندې یې خوست، پکتیا او پکتیکا کې یو شمېر ولسوالۍ هم بمبار کړې وې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لسګونه عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
