پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، پر چینایي انجینرانو د تېر کال د برید اصلی طراح په ګډون، د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټيټيپي) درې غړي د کراچۍ د منګوپیر په سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
د ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې تېر کال د نومبر په ۵مه، دوه چینایي وګړي د کراچۍ په صنعتي سیمه کې د یوې ټوکر جوړونې فابریکې دننه د یوه خصوصي امنیتي ساتونکي له لوري په ډزو ټپیان شول. هغه مهال پلټونکو دا پېښه هدفمنده برید وباله.
تر پېښې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې پېښه تر پلټنې لاندې ده، او زیاته یې کړه چې پاکستان د چینایي وګړو، پروژو او ادارو د امنیت او خوندیتوب ته ژمن دی.
د ترهګرۍ ضد څانګې مشر، آزاد خان «ډان» ته ویلي: «هغه ترهګر چې تېر کال یې پر چینایي انجنیرانو برید ترتیب کړی و، د کراچۍ د منګوپیر په سیمه کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.»
خان ویلي، وژل شوی ترهګر زفران نومېده، او دوه نور ملګري یې هم په دې عملیاتو کې وژل شوي دي.
