بشري حقوق

سرچینې: طالبانو په یوه میاشت کې د خبریالانو په ګډون د ټولنیزو رسنیو لسګونه فعالان نیولي دي

د ارشیف انځور

د آمو د یوه ځانګړي څېړنیز راپور موندنې ښيي، چې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت مامورین او د طالبانو د استخباراتو ځواکونه، په تېر یوه میاشت کې د شپې لخوا، د ټولنیزو رسنیو د فعالانو او خبریالانو نیونې زیاتې کړې دي.

د دغه راپور موندنې ښیي، د دې لړۍ په دوام کې لسګونه ټولنیز فعالان، چې اووه یې یوازې خبریالان دي، نیول شوي دي او د دوی د کورنۍ د غړو په وینا، د خپلو بندیانو له برخلیک څخه هېڅ ډول معلومات نه لري.

که څه هم طالبانو تر اوسه د دې خبر په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د نیول شویو کسانو یو شمېر کورنیو ویلي، د نیولو علت د طالبانو په تعبیر «د شریعت خلاف محتوا» خپرولاو په ځینو مواردو کې له «بهرنیو رسنیو سره کار کول» بلل شوې دي.

په وروستیو میاشتو، په ځانګړې توګه په تېرو څو اونیو کې، طالبانو د محدودیتونو او بندیزونو لړۍ چټکه کړې ده.

د ځایي سرچینو د مالوماتو پر بنسټ، چې له آمو سره یې شریکې کړي دي، طالبانو د دغو محدودیتونو پلي کولو ته تر پخوا جدي پام اړولی دی.

دغه راپور، چې د مستقلو خبري سرچینو او د نیول شویو کسانو د کورنیو له غړو سره د خبرو پر بنسټ چمتو شوې، دا په ډاګه کوي، چې د دغو کسانو نیول کېدل د شپې مهال او د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او همداراز د استخباراتو د ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ترسره شوي دي.

د آمو ځانګړی راپور:
• په تېر یوه میاشت کې د ټولنیزو رسنیو لسګونه فعالان او اووه خبریالان نیول شوي دي؛
• ډېری نیونې د شپې مهال ترسره شوي؛
• دا نیونې د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ګډو عملیاتو په ترڅ کې شوي دي.

د راپور موندنې ښيي، چې طالبانو تازه یو ځانګړی واحد جوړ کړی، او دغه واحد، “د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د څار، تعقیب، نیونې او پلان جوړونې د ډیجیټلي څار” په نوم یادېږي او د طالبانو د استخباراتو ترڅنګ فعالیت کوي. دغه نیونې نه یوازې په پلازمېنه کابل کې، بلکې تر ټولو زیاتې په غزني، هرات، لغمان، کندهار او سرپل ولایتونو کې هم ترسره شوې دي.

دغه نیونې، ډېری په کابل، غزني، هرات، لغمان، کندهار او سرپل ولایتونو کې ترسره شوې دي.

طالبانو تر اوسه د دغو نیونو په اړه رسمي غبرګون نه‌ دی ښودلی، خو د یو شمېر نیول شویو کسانو د کورنۍ غړو له آمو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو د نیونو دلیل «د شریعت خلاف محتوا خپرول» بولي، او په ځینو مواردو کې یې هم «له بهرنيو رسنیو سره کار کول» یاد کړي دي. د نیول شویو کسانو د کورنۍ غړي د جدي اندېښنې په ښودلو سره وایي چې د خپلو عزیزانو د برخلیک او وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه لري.

د یوه نیول شوي خبریال د کورنۍ غړي آمو ته وویل: «زوی مې څو میاشتې کېږي چې د طالبانو په بند کې دی. موږ نه پوهېږو چې ژوندي دی او که نه؟ زوی مې یو خبریال و، له هېڅ سیاسي ډلې یا وسله‌والې ډلې سره یې تړاو نه درلود، خو طالبانو هغه ونیوه او زموږ پر مخ یې دروازه بنده کړې ده.»

سرچینې دا هم وایي چې طالبانو له نیول شویو کسانو څخه د زور په کارولو سره ویډيویي اعترافونه هم اخیستي او خپاره کړي دي. دا ویډیوګانې، چې په وروستیو اوونیو کې طالبانو خپرې کړي، زیاتره د ټولنیزو رسنیو د فعالانو دي، چې یا تر اوسه بنديان دي او یا هم تازه نیول شوي دي. په دغو ویډیوګانو کې نیول شوي کسان، په فشار او جبر سره داسې اعترافونه کوي، چې طالبان یې د خپرېدو لپاره کاروي.

باورې سرچینې ټینګار کوي، له دغو نیونو سربېره چې تر اوسه رسنیز شوې دي، ښایي داسې نور خبریالان او د رسنیو فعالین هم د طالبانو په بند کې وي، چې تر اوسه د هغوی هویت لا پټ ساتل شوی دی. له دې ټولو سره، یو شمېر خبریالانو آمو ته ویلي چې د افغانستان رسنیز چاپېریال ورځ تر بلې محدودېږي، او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي، خبریالان او د بشري حقونو فعالان په «ویره» کې ژوند کوي. دوی وایي، که دا وضعیت دوام وکړي، افغانستان به د یوې «خاموشې ټولنې» پر لور ولاړ شي، چیرته چې «حقایق به پټېږي» او د بیان آزادي به پکې ځپل کېږي.