له پنجشېر ولایت څخه ځايي سرچینې آمو ته وایي چې طالبانو په دې ولایت کې د خلکو، په ځانګړي ډول د خپلو سیمهییزو ادارو د کارکوونکو له خوا د ځیرک ټلیفونونو کارول او لېږد منع کړي دي.
سرچینې وایي، دغه لارښوونه په شفاهي ډول د طالبانو د مشر، هبتالله اخوندزاده، له لوري صادره شوې ده او د پنجشېر ولایت په ځانګړو سیمو، په ځانګړې توګه په دولتي ادارو کې د سمارټفونونو کارول منع شوي دي.
د سرچینو په وینا، طالبانو د دې بندیز دلیل «د ناسم معلوماتو د خپرېدو مخنیوی او د اسلامي ارزښتونو ساتنه» ښودلې ده.
سرچینې زیاتوي چې طالبان د ځایي اوسېدونکو سمارټفونونه تر سختې څارنې لاندې نیسي، او د مسافرو او موټر چلوونکو ټلیفونونه هم د تګ راتګ پر مهال پلټي.
دوی زیاتوي، طالبان هڅه کوي د ملکي کسانو د ټلیفونونو پلټلو له لارې دا معلومه کړي چې هغوی له چا سره اړیکې لري او د دوی په ټلیفونونو کې څه مواد شتون لري.
خو سرچینې وایي، د خلکو د ګڼ شمېر تګ راتګ له امله دا کار پر ټولو نه تطبیقېږي، او طالبان یوازې پر مشکوکو کسانو تمرکز کوي.
طالبانو تر اوسه په پنجشېر کې د دې بندیز په اړه څه نهدي ویلي.
