د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې وروستیو سیلابونو د افغانستان په څو ولایتونو کې لوی زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د میدان وردګو ولایت د زیانونو انځورونه شریک کړي، او ویلي یې دي چې په دې ولایت کې له ۵۰ څخه زیات د اوبو لګولو کانالونه او نږدې ۹۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.
دې سازمان زیاته کړې چې د زیانونو د ارزونې پروسه روانه ده او له نورو شریکانو سره په همکارۍ به د مرستې رسولو لپاره هڅې پلان شي.
