د طالبانو د کډوالو چارو د ستونزو د حل عالي کمېسیون وايي چې ایران د تېرې یوې ورځې په ترڅ کې (یکشنبه، ۲۹ چنګاښ) ۱۱ زره او ۹۷۲ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.
همداراز، د دغه کمېسیون په وینا، ۶۳۸ نور افغان کډوال، ځینې یې په زور او ځینې یې په خپله خوښه، له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
طالب چارواکي وايي دغه کډوال د هېواد له مختلفو پولو؛ اسلامقلعه، پُل ابریشم، سپین بولدک او تورخم له لارې بېرته افغانستان ته داخل شوي دي.
په ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مشر په خراسان رضوي ولایت کې، احمد معصومي فر، تازه ویلي چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د وتلو مهلت تر راتلونکو دوو میاشتو (۱۵ سنبله) پورې غځول شوی دی.
د ایرانیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نوموړي زیاته کړې چې له دې مودې وروسته، که هغه افغانان چې اسناد نه لري، له ایران څخه ونه وځي، نو د استوګنې جریمه به پرې ولګول شي.
معصومي فر د دغې مهلت د غځولو علتونه د «لازمو امکاناتو نهشتون» او «د هوا تودوالی» بللي دي.
له دې سره، یو شمېر افغان کډوال چې دا مهال په ایران کې مېشت دي، مخکې ویلي چې د ایران پولیسو کله ناکله د دوی د اقامت قانوني اسناد او پاسپورټونه شلولي او وروسته یې په زور له هېواده ایستلي دي.
دغه هېوادوال، چې قانوني اسناد لري، وايي که څه هم یې د پولیسو پام ورته اړولی چې اسناد لري، خو د دوی په وینا، پولیسو ورته ویلي: «دا اسناد یوازې احمقو ته کار ورکوي.»
