۹۶ مدني بنسټونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو په یوه پرانیستې لیک کې، چې د جرمني دولت، اروپايي هېوادونو او نړیوالو ادارو ته استول شوی، ویلي چې له طالبانو سره د جرمني د اړیکو عادي کول د بشري حقونو له اساسي اصولو، د تاوتریخوالي قربانیانو پر وړاندې له اخلاقي مسؤلیت، او د دې هېواد له نړیوالو ژمنو سره په ښکاره ټکر کې دي.
یادې مدني ټولنې او اعتراضي خوځښتونه، چې ځانونه د بشري حقونو، د ښځو حقونو، کډوالو او د عدلي عدالت فعالان بولي، له جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکو د شړلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
په دغه پرانیستې لیک کې ویل شوي: «طالبانو په افغانستان کې یو داسې نظام رامنځته کړی چې پر وېرې، قومي تعصب، او د جنسیتي آپارتاید پر بنسټ ولاړ دی. ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له زدهکړې، کار، روغتیايي خدماتو او بنسټیزو ازادیو محرومې شوې دي. قومي او مذهبي لږکي د فشار، نیونې، توپیر او فزیکي له منځه وړو هدف ګرځېدلي. مدني ټولنه، رسنۍ، او خپلواکې ادارې په بشپړه توګه له منځه تللې دي.»
دغه بنسټونه او خوځښتونه زیاتوي، په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې «مطلق او تاوتریخجن کنټرول» لري، د پناه غوښتونکو بېرته شړل د ۱۹۵۱ کال د ژنیو کنوانسیون له اصل “د جبري بېرته نه ستنولو” (non-refoulement) او له نړیوال بشردوستانه قوانینو سره ښکاره سرغړونه ده.
په لیک کې ټینګار شوی چې که دا پناه غوښتونکي بېرته واستول شي، نو له “ګواښ، شکنجې، سرغړونکو نیونو او جبري ورکېدو” سره به مخ شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې جرمني د ۲۰۲۱ کال وروسته دویمه ډله افغان مهاجرین، چې ۸۱ کسان پکې شامل دي، د چنګاښ په ۲۷مه، د جمعې په سهار افغانستان ته ایستلي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، یو الوتکه چې ۸۱ کسان یې وړل، د لایپزیګ له هوايي ډګره الوتنه کړې ده. دا کسان یا د اخراج پرېکړه شوې حکم لرل، یا یې پخوانۍ جزایي سابقه لرله.
خو له هغې وروسته چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر له طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پیل چمتووالی وښود څو د افغان مهاجرینو د ایستلو زمینه برابره کړي، ملګرو ملتونو دغه اقدام سخت غندلی او “نامناسب” یې بللی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویاندې، راوینا شمداساني، د جمعې په ورځ په ژنیو کې ټینګار وکړ چې په اوسني حالت کې افغانستان ته د خلکو شړل د منلو وړ نه دي.
هغې خبریالانو ته وویل: «موږ په افغانستان کې د بشري حقونو د دوامداره سرغړونو مستند اسناد لرو، او اوسنی وضعیت هلته د مهاجرینو د بېرته ستنولو لپاره مناسب نه دی.»
تر دې وړاندې، عرفات جمال، په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي هم ویلي وو چې “د نه ستنولو خبرداری” لا هم پر ځای دی، او له کوربه هېوادونو یې غوښتي چې د مهاجرینو له جبري ایستلو ډډه وکړي.
